روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغان سولې په اړه د اسلامی او عربی هېوادونو غونډه: د افغانستان جګړه ناروا ده

د افغانستان سولې لپاره د اسلامی او عربی هېوادونو ترمنځ ګډه غونډه وشوه.‎دغه غونډه، چې په کابل کې د ترکیې، اردن، فلسطین، مصر، لبنان او عراق د استازو، د افغانستان حج او اوقافو وزارت او علماوو شورا په ګډون په آنلاین ‌‌‌‌‌‌ډول وه، یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلل شوه او د په دې هېواد کې د جګړې پر ژر ختمېدو ټینګار وشو.‎د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسینی د دغې غونډې د جوړېدو د هدف په اړه آزادۍ را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وېیلی:  (( په دې غونډه کې د دینی علماوو د رول په اړه خبرې وشوې ،چې دوی یې د ستونز د حل په برخه کې ادا کولای شی، پر دې خبرې وشوې ،چې څنګه کېدای شی علما د دینی ارشاداتو او قرآنکریم او سنتو له مخې دا ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزې حل کړی، علماوو ټینګار وکړ، چې له افغانستانه بهرنیان ووتل او په دې هېواد کې د جګړو لپاره پلمه نه‌شته.))‎د حج او اوقافو وزارت وایی : په دې ‌‌‌‌‌‌ډول غونډو سره کېدای شی، په هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره د جګړو پر ښکېلو اړخونو فشار راوړل شی.‎په دې غونډه کې د افغانستان د علماوو شورا غړو په حضوری ‌‌‌‌‌‌ډول ګډون کړی وو.‎دا غونډه په داسې حال کې جوړېږی ،چې له دې وړاندې بیا په سیاسی چارو کې د جمهور رییس غنی سلاکار محمد اکرم خپلواک ویلی و، چې حمهور رییس غنی له هغه وړاندیز هرکلی کړی، چې له مخې یې دینی عالمان او قومی مشران طالبانو ته جرګه کېږی او ترې د سولې په اړه د ارادې او وضاحت غوښتنه کوی.ښاغلی خپلواک آزادۍ راډیو تهدا ویلی و، چې ولسونو دا جرګه به مثبتې پایلې ولری او د سولې د راتلو لامل به وګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید