د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ملی امنىت شورا واىی، د طالبانو د بندىانو چارو د کمىسىون او سىاسی استازو سره ىې د طالب بندىانو پرموضوع درىىم وىډىوىی کنفرانس ترسره کړى دى. ددغې شورا پر فسبوک پاڼه لىکل شوی، طالبان به د نړىوال سره صلىب په ملاتړ خپل ىو ټىم کابل ته راولېږی چې افغان حکومت به ىې په بګرام کې کوربه توب وکړی تر څو د زندانىانو پر خلاصون کار ته دوام ورکړی.اعلامىه زىاتوی، په دې کنفرانس کی د امرىکا سفارت، د قطر د بهرنىو چارو وزارت او د نړىوال سره صلىب استازو هم حضور درلود.د ملی امنىت شورا د وىنا پاڼې له مخې، دواړو لورىو توافق کړى چې، کابل ته د طالبانو د ټىم تر راتګ وروسته به مخامخ نور تخنىکی بحثونه کوی.ټاکل شوې وه چې دغه پلاوى درې ورځې وړاندې کابل ته ولاړ شی، خو د بىلابىلو لاملونو له کبله ىې سفر ځنډىدلى دى.افغان حکومت تر دې وړاندې هم له طالبانو سره پرلپسې دوه ځل وىډىویی مذاکرات کړی وو چې له مخې ىې د مارچ په ۳۱ مه د سلو طالب بندىانو د خوشې کىدو هوکړه شوې وه.