روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغان جاپان د کورونا روغتون سرطبیب:د ینی عالمان باید د منبر له لارې خلک د کورونا واکسین تطبیق ته را وبولی

د افغان جاپان د کورونا روغتون سرطبیب:د ینی عالمان باید د منبر له لارې خلک د کورونا واکسین تطبیق ته را وبولی

په کندهار کې دینی عالمان وایی: کورونا یوه وژونکې ناروغی ده ،چې لا یې هم ګواښ شته او خلکو ته په کار ده چې د روغتیایی کارکوونکو سپارښتنې عملی کړی.پر کورونا ناروغۍ اخته ناروغان د ناروغۍ پر مهال د تبې او سختې سردردۍ تر څنګ د سالنډۍ له ستونزو سره هم مخ کېږی.د کوید۱۹ تر ټولو عامې نښې سخته تبه، ستړیا او وچ ټوخی دی. ځینې ناروغان کېدای شی سر درد، ځان درد، پرنجی او د ستونی درد هم ولری.ویل کېږی چې په طب کې تشخیص له درملنې غوره دی. همداسې په کورونا ناروغۍ کې هم ځان ساتنه له هر څه مهمه بلل شوې او په ټولو هېوادونو کې یې مثبته پایله ورکړې.دینی عالمان وایی: کورونا یو ګواښوونکی وېروس دی، چې په ډېره لږه موده کې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپور شو.هغوی د منبر له لارې خلکو ته د عامه پوهاوی پر ورکړې او روغتیایی لارښوونو ټینګار کوی، چې له اړتیا پرته د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ورنه شی او هم پاکوالی ته پام وکړی.

دینی عالمان له خلکو غواړی چې د روغتیایی کارکوونکو سپارښتنی په جدی ډول وڅاری، څو له دغې وژونکې ناروغۍ څخه وساتل شی.د کندهار د حج اوقافو ریاست غړی مولوی فیض الحق وایی، الله سبحانه وتعالی چې کومې ناروغۍ پیدا کړی، د هغو لپاره یې درملنه هم پیدا کړې، چې په دې اړه په ((قران کریم)) کې پوره وضاحت شته.دی له ورته ناروغیو څخه د خلکو په ساتنه کې له ټولو ستر مسئولیت د دینی عالمانو یادوی.مولوی فیض الحق وایی: که دینی عالمان د خلکو د عامه پوهاوی دنده په ښه توګه سرته ونه رسوی، نو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به مسئول وی.نوموړی زیاتوی، چې عالمان باید د منبر، رسنیو او خبری پروګرامونو له لارې خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکړی او خپل مسئولیت سم ادا کړی.

(( موږ الحمدلله تر خپله وسه خلکو ته د منبر، رسنۍ او سترو غونډو، له لارې عامه پوهاوی رسولی، ځکه دا زموږ دنده ده. که یې تر سره نه کړو، د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به مسئول وو.))

په کندهار کې د میرویس نیکه پوهنتون د اسلامی ثقافت استاد عبدالواسع حسین وایی: ټولو هغو محصلینو ته چې دی ورباندې درسی ساعتونه لری، د کورونا اړوند عامه پوهاوی ورکړی.

د حسین په خبره، د دینی عالمانو ترڅنګ د څېړونکو مسئولیت هم دی چې د کورونا د زیانونو په اړه بېلابېلې مقالې او کتابونه ولیکی، څو خلک مطالعه او عامه پوهاوی یې ترلاسه کړی.

((تحقیق او څېړنه خلکو ته باوری وی او خلک ورباندې ژر باور کوی. په دې برخه کې د معلوماتو په راټولولو کې ډېر زحمت ایستل کېږی.))بله خوا، مدنی فعال اغاولی بارانی وایی، د افغانستان غوندې په یوه مذهبی ټولنه کې چې پر خلکو تر بل هر چا د مذهبی مشر لارښوونې اغېزه کوی، د کورونا په اړه هم لارښوونې مثبت تاثیر لری.د ده په وینا: دینې عالمان تر بل هر چا په دې برخه کې ډېر رول لری چې خلکو ته د واکسین او له کورونا څخه د مخنیوی په هدف لازمې لارښوونې وکړی.

بل مدنی فعال عبدالقادر تکین وایی: د اسلام په تاریخ کې چې کله پر مسلمانانو بېلابېلې ناروغۍ راغلې، نو دینی عالمانو او حتا د اسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او له داسې ناروغیو څخه یې د خلکو د ژغورلو لپاره لارښوونې کړې دی.

د تکین په خبره، اوس چې کورونا د خلکو ژوند ګواښی، نو د دینی عالمانو لویه دنده دا ده ،چې خلک له هغه څه څخه وژغوری چې بشر ته زیان رسوی.((عالمانو ته د ټولنې سترګې دی او تل یې د دغسې وباوو په وخت کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی. حتا د اسلام په تاریخ کې چې کومې ناروغۍ پر مسلمانانو راغلې، صحابه کرامو او خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته لازمې لارښوونې کړی.))د کندهار اوسېدونکی وایی: د کورونا په اړه د عامه پوهاوی په برخه کې د دینی عالمانو رول خورا اړین دی، ځکه خلک له بل هر څه د دینی عالمانو خبرې منی او درناوی ورته لری.

دوی وایی: سره له دې چې د ناروغیو پر مهال خلکو ته د لارښوونې په برخه کې د دینی عالمانو رول خورا زیات او مهم دی، خو د کورونا په اړه د دینی عالمانو د پوهاوی کچه پیکه ده.

هغوی وایی: په دې برخه کې مسئولیت د حج او قافو او عالمانو شورا دی چې دینی عالمان په دې مکلف کړی، څو په جوماتونو کې خلک د کورونا له ناروغۍ څخه د خلاصون په لارو چارو پوه کړی.

(( د دینی عالمانو خبره هر څوک منی، ځکه هغوی مذهبی مشران دی او دا یې مسئولیت دی، چې خلکو ته د خلاصون لارې وښیی، خو ما ډېر کم ملایان لیدلی چې د کورونا زیانونو په اړه ږغېدلی دی.))بله خوا د حج او اوقافو ریاست وایی، دینی عالمانو ته یې د کورونا په اړه د عامه پوهاوی پروګرامونه جوړی کړی، څو هغوی هم خلکو ته له دې ناروغۍ څخه د خلاصون لارې چارې وښیی.

د حج اوقافو ریاست د ارشاد او دعوت آمر محمد عابد وایی: دینی عالمان یې مکلف کړی، چې د عامه پوهاوی اړوند خپل مسئولیت په ښه ډول سره سرته ورسوی.(( موږ هره اوونۍ په حج او اوقافو ریاست کې له دینی عالمانو سره مجلس لرو، موږ دینی عالمانو ته په دې اړه پوهاوی ورکړی چې خلکو ته باید د ممبر له لارې د کورونا د زیانونو په اړه خبرې وکړو.))

روغتیا پالان هم په دې نظر دی ،چې د کورونا په اړه عامه پوهاوی او دینی عالمان ښه رول ترسره کولی شی.د افغان جاپان د کورونا روغتون سرطبیب ډاکټر طارق احمد اکبری وایی: دینی عالمان باید دممبر له لاری خلک د کورونا واکسین تطبیق او لګولو ته را وبولی.(( موږ په هغی ټولنه کې ژوند کوو چې خلک مو دینی عالمانو او جوماتونو ته ډېر احترام لری، نو دینی عالمان باید د مسجدونو دممبرونو له لارې خلک دې ته تشویق کړی چې د کورونا واکسین ولګوی.))د یادونې وړ ده ،چی په افغانستان کې تر دا مهاله په کورونا تر۱۸۲زره ډېر کسان اخته شوی چې له دې ډلې څه باندې اووه‌نیم زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید