د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایی، چې د دغه هېواد ۱۸ خصوصی شرکتونه د استانبول د خوراکی توکو نړیوال نندارتون یا (ګلفوود ۲۰۲۰) کې ګډون کړی.د دغه وزارت چارواکی وایی، چې د افغانستان وچه مېوه، زعفران، اینځر او د یو شمېر نور دارویی بوټو محصولات، دغه نندارتون ته وړل شوی دی.د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمی د لیندۍ په اوومه امریکا غږ ته ویلی: (( یاد شرکتونو د افغانستان د کرنې وزارت په همکارۍ او د امریکا د متحدو ایالتونو نړیوالې پراختیایی ادارې په مالی ملاتړ دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.)) ښاغلی رستمی هیله مندی وښودله، چې په دې نندارتون کې به د افغانستان محصولاتو لپاره نړیوال تړونونه تر لاسه شی.د ګلفوود ۲۰۲۰ نړیوال نندارتون کې له ۴۵ هېوادونو ۵۰۰ کمپنۍ ګډون کړی.افغانستان کرنیز هېواد دی چې هر کال یې محصولات دننه او یو شمېر ګاونډیو ته لېږدول کېږی.که څه هم د افغانستان محصولات کولی شی په اروپایی او نورو نړېوالو مارکېټونو کې په لوړه بیه خرڅ شی ، خو بڼوال دغو مارکېټونو ته اړین لاسرسی نه لری.