روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان کشاله او د امریکا سیاستونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او د ملی مصالحې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله ته د امریکا اد بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن رااستولی لیک او په افغانستان کې د سولې د هڅو د تېزوالی په پلمه د امریکا طرحې چې په کې د «مشارکتی نظام» سپارښته شوې، سخت غبرګونونه را پارولی دی. ښاغلی بلېنکن هڅه کړې، چې افغان حکومت وننګوی او خبرداری ورکړی، که یې د هغوی خبره پر مځکه وغورځوله، د نوییمې لسیزې له برخلیک سره به مخ شی؟! د بلېنکن په لیک کې راغلی، چې د افغانستان موضوع باید په څو اوونیو کې راټوله او په دې هکله د ترکیې په کوربتوب یوه غونده جوړه او په کې د سولې تړون وروستی شی. په لیک کې دا هم وېیل شوی چې خلیلزاد به له افغان حکومتی چارواکیو، سیاسی مشرانو او طالبانو سره په افغانستان کې د راتلونکی دولتی جوړښت، اساسی قانون، د نوی ټولشموله حکومت او په هېواد کې د تلپاتې اوربند په هکله خپل وړاندیزونه شریکوی. هغه خبرداری ورکړی، که یې وړاندیز ونه منل شی، نو طالبان به جګړه تېزه او د افغانستان ګڼې سیمې به لاندې کړی؟! زلمی خلیلزاد کابل ته په وروستی سفر کې د افغان حکومت مشرتابه، سیاسی او جهادی مشرانو ته د راتلونکی حکومت د جوړښت دا طرحه سپارلې ده. افغان حکومت او اروپایی ټولنې دا لیک او طرحه ناسم وبلل او پرضد یې سخت حساسیتونه ښکاره کړل. افغان حکومت وایی، چې د چا تر فشار لاندې نه راځی، بلکې حقیقی سوله غواړی او د ملت ارادو ته درناوی کوی. افغان حکومت په دې اړه وېیلی، چې د ملت ارادې او ملی ګټې تر ټولو ورته لومړیتوب لری. امریکا دې هڅه نه کوی چې پر افغان حکومت د یوې تحمیلی سولې لپاره فشارونه ډېر کړی. ولسمشر اشرف غنی هم د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د سولې خبرو ته په اشارې زیاته کړې،پاکستان باید نا اعلان شوې جګړه نوره پای ته ورسوی او افغانستان د یو آزاد، خپلواک او ډیموکرات هېواد په توګه ومنی. اروپایی ټولنې هم په دې اړه ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی. په کابل کې د اروپایی ټولنې استازی رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی: ((افغانستان اساسی قانون لری، ټاکنې په کې وشوې، لویې جرګې راوبلل شوې، له امریکا سره ګډ هوکړه لیک لری او د دوحې بهیر کې ښکېل دی.)) رولانډ کوبیا زیاته کړې چې د افغانستان اسلامی جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لری او په وینا یې نړۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندی کولو ژمنه کړې ده. د افغانستان اسلامی جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لری. نړۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندی کولو ژمنه کړې ده. په تېره یوه پېړۍ کې د افغانستان سیاسی تاریخ دا دی، چې د امریکا په شمول له سیمې او نړۍ سره د راشه درشه، سیاسی او اقتصادی اړیکې جوړې کړی، غازی امان الله خان تر خپلواکۍ ګټلو وروسته د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا همکاری وغوښته، خو امریکا ورته شا کړې ده، وروسته د ملت د بابا محمد ظاهر شاه د سلطنت په دوره او د لومړی جمهوری نظام په راتګ سره محمد داؤد خان هم د امریکا د دې همکارۍ غوښتنه بیا هم وکړه، خو امریکا ورته غوږ ونه نیو؟! همغه وو، چې افغانستان د شوروی له خوا لاندې شو او بیا وروسته امریکایی سیاستوالو او یا پالیسی جوړوونکیو لاسونه مروړل، خو هر څه یې له لاسه وتلی وو، شوروی ټوله سیمه او آن اروپا او امریکا وننګول. د شوروی پرضد له افغانانو سره د مرستې او د هغوی د بریا په پای کې امریکا بیا هم د افغانانو تاریخی او قسم خوړلو دښمنانو په غوښتنه افغانستان ته شا کړه، چې ترهګری را وټوکېده او له افغانستانه یې امریکا او ګرده نړۍ وننګوله. دا همغه نوییمه لسیزه وه، چې ښاغلی بلېکن ورته اشاره کړې ده. اوس هم که د ګواښ مسئله یوې خواته کړو، نو له امریکا سره دا نه ښایی، چې د افغانستان له برخلیک سره لوبې وکړی، موږ د امریکا له مرستو او همکاریوو د زړه له تله مننه کوو، خو افغانستان خپل تاریخی، جیوپولیتیک او ستراتیژیک ارزښت لری، چې سوله او ثبات یې نېغ په نېغه پر سیمه او نړۍ اغېزې لری. امریکا باید له تېره په عبرت اخیستو د افغانستان ویاړنو ته درناوی وکړی او داسې همکاری وکړی، چې د افغانستان په شمول سیمه او نړۍ خوندی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید