روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان په خپلواکۍ او دفاع کې د دینی عالمانو تاریخی رول

محمدحسین مستسعد

درېیمه برخه

 

جمعیت الاحرار :

د «ترنګزو حاجی صاحب» د بابړی ملا صاحب، د الینګار فقیرصاحب، سید معروف خان پاچا، د کېندری حکیم صاحب، مولوی صاحب فضل الدین (کابلی ملا صاحب) او نورو زیات شمېر مجاهدینو د «جمعیت الاحرار» په نامه یو منظم تنظیم درلود، چې د انګرېزانو پر ضد یې د آزادۍ لپاره هراړخیزه مبارزه کوله.

د «بابړی ملا صاحب» چې اصلی نوم یې «سید امیر» و، جید عالم او د هډې د نجم الدین اخندزاده صاحب خلیفه و، ډېر جهادونه یې کړی، د ده مشهوره غزا د سکو دېرې ده چې ټول انګرېزان یې په هیبت کې اچولی وو.

مولوی صاحب «میراجان» (کاکاخېل) هم یو جید عالم او تکړه مجاهد و، نوموړی نړیوال شهرت لری، په اسټرالیا کې یې ژوند کاوه او هلته یې د انګرېزانو خلاف منظم فعالیت درلود، د انګرېزانو خلاف د سیاسی فعالیت لپاره امریکا، جاپان او نورو هېوادونو ته تللی دی، انګرېزان ورنه ډېر په تشویش کې وو، د انګرېزانو خلاف له نړیوال تبلیغاتی کمپاین نه وروسته بالاخره د عملی جهاد لپاره تیرا ته راغی او عملی جهاد یې پیل کړ، ډېرې بریالۍ جګړې یې وکړې، خو په آخر کې د ځینو بې وفا ملګرو له خوا د یوې توطیې په ترڅ کې انګرېزانو ته په لاس ورکړل شو او بیا یې د مرګ او ژوند هېڅ درک معلوم نه شو.

«مولانا سیف الرحمن» یو بل ډېر جید او مشهور عالم و، کله چې نوموړی په هند کې د فتح پوری د مدرسې مهتمم و،د انګرېزانو پر ضد یې، مبارزه پیل کړه، په اصل کې د افغانستان و او د طالب په صفت هندوستان ته تللی و، د مولانا رشید احمد ګنګوهی شاګرد او په سیاسی مبارزه کې د شیخ الهند مولانا محمود الحسن نږدې ملګری و، چې د هغه له خوا یې په افغانستان کې د حکومت توجه د انګرېزانو مخالفت ته را واړوله.دی په هند کې د انګرېزانو له خوا تر فشار لاندې راوستل شو او وروسته د سوات بونېر او باجوړ له لارې افغانستان ته راغی او دلته یې د انګرېزانو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړه.زموږ د علماوو یوه بله مشهوره استعمار ضد څېره ملا حاجی فضل واحد ((رح)) دی چې د ترنګزو په حاجی مشهور دی او د انګرېزانو په مقابل کې د خپلې مبارزې په وجه نړیوال شهرت لری، نوموړی د «ابوبکر اخندزاده» صاحب شاګرد او د هډې د ملا صاحب خلیفه و، د ترنګزو حاجی صاحب د ملکنډ په غزا کې ګډون درلود او په ‎۱۹۰۱میلادی کې د نجم الدین اخندزاده صاحب ((علیه الرحمه)) د خلف په صفت د مجاهدینو مشر وټاکل شو، نوموړی د افغانستان د استقلال په جهاد کې د مومندو د قوم په مشرۍ پر ډکه حمله وکړه، همدا راز یې په ملکنډ کې له انګرېزانو سره سخت جنګونه وکړل  او د انګرېزانو ټول پلټن (پوځی واحد) یې ورتباه کړ او بالاخره یې انګرېزان سولې ته مجبور کړل، نوموړی د هند د آزادۍ د غورځنګ له مشر شیخ الهند محمودالحسن (رحمه الله) سره ټینګ ارتباط درلود او د هغه په لارښوونه یې ډېره مبارزه وکړه. همدا راز یې د خپل یو منظم پروګرام له مخې ډېرې دینی مدرسې هم جوړې کړې، چې خلک په دین پوه او د جهاد لپاره اماده شی. مشهورې مدرسې یې کډی، اتمانزو او د حمزه خان مدرسې دی چې ډېرو طالبانو استفاده ورڅخه کړې ده.

«چکنور ملا صاحب» هم د افغانستان د ملی مجاهدینو له جملې څخه یوسترنوم دی، نوموړی د افغانستان په جهاد کې د ستر رول څښتن و او د استقلال په بېرته ګټلو کې یې مهم رول لوبولی، کله چې سپه سالار «صالح محمد خان» په ډکه کې ماتې وخوړه او ننګرهار د سقوط له خطرسره مخ شو، د نورو ډېرو علماوو او ملی مجاهدینو په شمول چکنور ملاصاحب د ملی دفاع لپاره ولس په خپل عالمانه قیادت کې راپورته کړ او د جلال آباد ښار یې له سقوطه وژغوره.

دغه راز یو شمېر نور علماء چې ډېر مشهور دی او ډېرې مبارزې یې کړی ، لکه مولوی فضل ربی، مولانا فضل محمود مخفی، مولانا منصور انصاری، قاضی صاحب هیبت شاه، الینګار فقیرصاحب، ایپی فقیرصاحب، لنډورو پیر صاحب، مولوی عبدالخلیل او نور په زرهاوو علماء چې په ملی کیسو کې یې اوس هم خلک یادوی او آثار ترې پاتې دی، د افغانستان د استقلال او له انګرېزانو سره د جهاد په وجه د یادونې وړ دی، د دې علماوو آثار اوس هم ډېرځایونه شته لکه په کندهار کې د «شهیدانو چوک». په دغه چوک  کې د شهیدانو په ویاړ اوس هم یومنار شته، د دغو شهیدانو اکثریت د مدرسو او مسجدونو طالبان وو، چې په تشو لاسو یې د انګرېزانو پر قواوو حمله وکړه او په هم هغه ځای کې شهیدان او ښخ شوی دی او اوس یې پر ځای منار ولاړ دی او دا چوک هم ځکه د شهیدانو پر چوکنومول شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید