روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان په اړه د امریکا او برېټانیې څرګندونې

د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتو په درشل کې، بېلابېل لوری د افغانستان په اړه څرګندونې کوی، چې ځینې یې نېغ په نېغه په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لمن وهی او له حقیقت سره په ټکر کې دی بلکې هغوی د خپلو ناوړو موخو د لټولو لپاره هڅه کوی، چې بې باوری رامنځته کړی او افغانستان یوځل بیا کور په کور جګړې ته داخل کړای شی؟!

همدا د افغانانو لپاره دوست او دښمن پېژندلو ښه فرصت دی، افغانان کولی شی، چې خپل بنیادی دښمنان په ګوته کړی او پرضد یې په نړیواله کچه غږ پورته کړی؛خو افغانان د خپلو سراتیژیکو دوستانو د زړه له تله مننه کوی او پر دوستۍ یې ویاړی. البته د نړیوالې ټولنې او هر یوه هېواد غیر مغرضانه د مرستو د زړه له تله مننه کوو.

دلته د افغانستان په اړه د امریکا او برېټانیې څرګندونې را اخلو،امریکا له افغانستانه د ښو هیلو او تمو څرګندونې کړې دی او باور هم پرې کېدای شی،ځکه له افغانستان سره د امریکا ملاتړ، د افغانانو لپاره له ټولو ډېر ارزښت لری او د امریکا په مشرۍ هم ناټو او هم نړیواله ټولنه بیا په خلاص مټ له افغانستانه سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکولی شی.

په دې اړه د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د ایستلو لپاره د خپلې پرېکړې دفاع وکړه خو ویې وېیل چې طالبان د افغانستان حکومت پرځولی نه شی. ښاغلی بایډن ووېیل، امریکا به په افغانستان خپله جګړه له نږدې شلو کلونو وروسته د اګست په لومړۍ نېټه پای ته ورسوی. ده زیاته کړه«افغان مشران باید په خپل منځ کې راټول شی او د خپل هېواد راتلونکې په خپله جوړه کړی.» بایډن ووېیل، پر طالبانو باور نه لری،  خو د افغان ځواکونو پر ظرفیت باور لری چې د حکومت دفاع کولی شی. همدا راز  د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون وایی، افغان ځواکونه د امنیت لپاره د ښه هوایی ځواک په ګډون مدرنې وسلې، روزنه او کافی شمېر پرسونل لری. ­­د پینتاګون ویندوی جان کربی وړمه ورځ (پنجشنبه) ناوخته همداراز ووېیل، پر دې سربېره به امریکا افغانستان ته نورې الوتکې ورکړی او د هغو ساتنې او لوژستیکی ملاتړ ته به دوام ورکړی.

د امریکا د ولسمشر او پنټاګون دا ډاډ د افغانستان لپاره مهم دی او له یوه ستراتیژیک، امنیتی او دفاعی ملګری لوری همدا تمه کېدای شی، هغوی دا ډاډ هم ورکړ، چې د اوسنی نظام سیاسی ملاتړ هم کوی او دا پر افغانانو پورې اړه لری،چې څنګه خپل برخلیک په خپله ټاکی! په عین حال کې پنټاګون دا ډاډ هم ورکوی چې امریکا به افغانستان له نږدې وڅاری چې د ترورېزم پر ځاله بدل نه شی!

خو د برېټانیې لوی درستیز نیک کارټر بیا په افغانستان کې د وېرې اچولو لپاره کمپاین  کړی او خوله یې د افغانانو پرضد پرانیستې ده، چې ترې ښکاری، برېټانیه اوس هم د افغانستان په خیر ګام نه پورته کوی، نیک کارټر خبرداری ورکوی چې د امریکایی پوځیانو له وتلو وروسته امکان شته چې افغانستان یو وار بیا په خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شی.د ده په وینا که بهرنی پوځیان نه وی، افغان دولت به وپرځی؟! ده زیاته کړه«په افغانستان کې ښایی هغسې حالت تکرار شی چې په نولس سوه نوی یمه لسیزه کې شوی و، د جګړه مارۍ کلتور به دود شی، د ملی امنیتی ځواکونو په شان مهمې ادارې به په قومی یا قبیلوی بنیادونو ووېشل شی.» په اصل کې دا خبرې د ترهګرۍ لپاره کمپاین دی او دا خپله د ناټو په چوکاټ کې د برېټانیې پر شل کلن ماموریت لوی ګوزار دی! د ترهګرۍ پرضد شل کلنه مبارزه هم د همداسې مغرضو لوریو له امله ناکامه شوه، ځکه هغوی د تصمیم نیولو په برخه کې د ناټو مشرتابه ته ناسمې مشورې ورکړې، پاکستان چې د برېټانیا د پښې اېښودلو ځای دی، د ترهګرۍ د روزنې او ملاتړ سربېره یې له عملیاتو پټ وساته او امریکا او ناټو ته یې اجازه ورنه کړه، چې له افغانستانه د ترهګرۍ پل پسې واخلی او هلته یې وځپی، خو پلان همداسې و؟! موږ له برېټانیې سره هم ستراتیژیکه ملګرتیا لرو، چې د پوځ د لوی درستیز دا څرګندونې د هغې ملګرتیا پر خلاف دی، موږ له دغه ملګری د داسې څه تمه نه لرو او دا ډاډ هم ورکوو، چې افغانستان به د هغوی په خوښه یوځل بیا نوی یمې لسیزې ته ستون نه شی، چې په کې د پاکستان په واسطه هغوی مداخله پراخه کړی او بیا خپلې ګټې په کې ولټوی، دا بدنامې ګټې دی، دا ترهګری ده او د ترهګرۍ ملاتړ نړیوال اوبشری جنایت دی!

ممکن است شما دوست داشته باشید