روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان پرضد د مسکو هڅې غندو

 مسکو پرون له افغانستان سره د سل کلنو اړیکو په پلمه د افغانستان د نظام پرضد د بل نظام د جوړولو په موخه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړه. دا غونډه به نن هم دوام وکړی، مسکو دې ته ((د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې )) نوم ورکړى دى!؟ حال دا چې په دې موده کې مسکو له یوې خوا او انګرېزان له بلې خوا د افغانستان په وړاندې دښمنۍ او افغان وژنو ته زور ورکړى او د افغانانو پاکه او سپېڅلې خاوره یې په څو ټوټو  وېشلې ده! مسکو د دې غونډې لپاره د وسله والو طالبانو استازی او هغه کسان ورغوښتی، چې د نظام پرضد یې هڅو ته زور ورکړى او د (( مؤقت حکومت )) غوښتونکی دی! طالب ډله همدا اوس د پاکستان او ایران تر څنګ د روسیې تر ملاتړ لاندې په افغانستان کې د ملت او کورنیو ځواکونو پرضد جګړه کوی او د  جنګی جنایتونو د سرته رسولو او د پرمختګ د مخنیوی لپاره یې ترهګریزو فعالیتونو ته زور ورکړى دى! په دې غونډه کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په شمول له واکه شړل شوی او دغه راز د نظام مخالفې ډلې ناستې دی. افغانان پوهېږی، چې د مسکو او کابل ترمنځ په تېرو سلو کلونو کې یوازې او یوازې دښمنی شوې او د مسکو د مداخلې او یرغل له امله افغانان ښه ورځ نلری او د همدغه مسکو د یرغل له امله یې بخارا او دپنجده سیمه له افغانستانه جلا او تجزیه کړه او اوس یې هم د افغانستان د ترکستان د لاندې کولو لپاره نېغ په نېغه مداخلې او جګړې ته زور ورکړى دى! همدا مسکو پر افغانستان د شوروی یرغل تر تاړاک لاندې میلیونونه افغانان په شهادت رسولی دی. موږ د ۱۳۹۶ کال د همدې روژې مبارکې میاشتې په شلمه په کابل کې هغه ترهګر برید نه دى هېر کړى، چې سلګونه کسان یې شهیدان کړل او په کابل کې یې وحشت خپور کړ او د جرمنی سفارت یې په نښه کړى و، له هغې درنې چاودنې مخکې په مزار شریف کې د جرمنی قونسلګری او د افغان ځواکونو قول اردو هم په نښه شو، چې هم جرمنی او هم افغان حکومت ته ښکاره کړی، چې روسیه د ترکستان له لاندې کولو لاس نه اخلی! په شمال کې ترهګرې او اورپکې ډلې که هغه طالبان دی او که داعش، دا ټول د مسکو په لمسون او ملاتړ جګړې او ترهګریز بریدونه کوی! مسکو د افغانستان شمال د دې لپاره ناارام کړى، چې لومړى پرې مرکزی اسیا وګواښی او بیا یې په کرارۍ سره لاندې  کړی چې د افغانستان د تجزیې پلان عملی کړاى شی! په دغه راز حالت کې څنګه د افغانستان او روسیې اړیکې دوستانه دی!؟ د روسانو ظلمونه، د روسانو یرغل او د روسانو اوسنۍ مداخلې د یوه باضمیره افغان له زړه هم نه وزی! په دغه راز حالت کې د مسکو په غونډه کې که هر څوک ګډون کوی، نو دوى د افغانانو د شهیدانو او په تېره بیا د ملی ګټو پر خلاف ګام پورته کوی او دا د ملی ګټو پر خلاف عمل دى! د مسکو دا غونډه د دوستانه اړیکو تر نامه لاندې د افغانستان د نظام پرخلاف د لویې دسیسې بله هڅه ده! دا کسان چې د مسکو غونډې ته تللی، په ډېره سرټیټۍ او په ډېره سپین سترګۍ د افغانستان د ملی ګټو او د افغانستان د مظلومو شهیدانو د وینو پر خلاف عمل کوی او له هغه دښمن مسکوه چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دی، داسې حکومت غواړی، لکه د شهید سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ پر خلاف یې چې د افغانستان د تباهۍ لپاره د کمونستانو حکومت جوړ کړى و، عجیبه دا ده، چې پر روسانو او شورویانو د افغانستان پلورونکی بیا په ډېره سپین سترګۍ په رسنیو کې دا غونډې مهمې بولی او هرکلى یې کوی!؟ پخوا هم د دا ډول کسانو او طالبانو ترمنځ د مسکو غونډه د افغانستان د حکومت او ملت پرضد لویه دسیسه وه او نن هم دا غونډه د هغې دسیسې بله کړۍ ده! افغان حکومت باید د دې غونډې ګډونوال ژر ونیسی او د غدارۍ او ملی ګټو ته د خیانت په پړه یې عدالت ته وسپاری!

ممکن است شما دوست داشته باشید