روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان ناسمه انځورګری…!

له څلورو لسیزو زیات وخت وشو، چې افغانستان د جګړې په اور کې سوځی، د افغان ملت هر کور او هر فرد ترې اغېزمن شوی، میلیونونه کسان ووژل شول او ډېره برخه افغانان په پردیو هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروی.

په همدې موده کې افغانستان په یوه او بله پلمه د بهرنیو قوتونو له لوری اشغال شو، چې په وړاندې یې د افغان ملت د آزادۍ جګړو کلونه کلونه وخت ونیو او زموږ سلګونه زره هیوادوال یې د اور خوراک شول.

تېرکال د اګست په میاشت کې افغانستان له اوږدې او بدمرغه جګړې راووت، له خلکو سره د نا امنیو او بدمرغیو د پای ته رسېدو هیلې پیدا شوې او افغان ملت د نوی ژوند سا واخیسته.

که څه هم ډېر وخت نه کېږی، چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوې، خو بیا هم د نړۍ او سیمې ځینې هیوادونه او استخباراتی کړۍ هڅه کوی، چې افغانستان منزوی وساتی، نړۍ ته یې ناسمه انځورګری وکړی او له دې لارې خپلو ګټو ته ورسېږی.

د همدغو هڅو په دوام، د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې په ۷۷یمه ناسته کې د امریکا او پاکستان په شمول ځینو هیوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه وښودله، چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر موجود دی.

د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوری په دې هکله په خپره شوې خبرپاڼه کې دا اندېښنې پروپاګند، بې بنسټه او ناسمې بلل شوی، له نړۍ غوښتل شوی، چې خپلې اندېښنې او غوښتنې دې مخامخ ورسره شریکې کړی او دغه راز یو ځل بیا په کې ټینګار شوی، چې هېچا ته د نورو پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوی.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلی: ((دا اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږی، چې تر دې دمه دغو لوریو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ، چې د افغان حکومت حقوقی او سیاسی حق دی، ورکولو ته تیار شوی نه دی. دغه اندېښنې پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دی.

که افغان حکومت ته دغه حق ورکړل شی، دا به یو فرصت وی،تر څو هغه واقعیتونه چې په افغانستان کې دمګړۍ موجود دی، له سیمې او نړۍ سره شریک شی، ښایی هېڅ ډول اندېښنې ته ځای پاتې نه شی.

اسلامی امارت یو ځل بیا دا اندېښنې ردوی او خپل موقف نړیوالو ته واضح کوی، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پرضد ونه کارول شی او نه فعلاً دلته کوم وسله‌وال ګروپ شتون لری.

نړیوال دې د بې ځایه اندېښنو او تورونو پرځای له اسلامی امارت سره د مثبت تعامل له مخې وړاندې تګ وکړی او د رسنیو او اعلامیو پرځای دې خپل نظریات او اندېښنې مخامخ راسره شریکې کړی.)) د بهرنیو چارو وزارت پر ډیپلوماټیکو اصولو ولاړ عکس العمل ښکاره کړ، خو باید یو قدم وړاندې په افغانستان کې د پاکستان او نورو هغو هیوادونو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوی، سفیران رسماً احضار کړی او د وروستیو څرګندونو په هکله د افغان حکومت رسمی شکایت ورته وسپاری.

اسلامی امارت باید د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو لپاره خپلې هڅې څو برابره زیاتې کړی، نړیوالو او سیمه ییزو هیوادونو ته ډاډ ورکړی، چې خاوره به یې د هیچا په وړاندې و نه کارول شی.

ملت هم باید په ټولو او په ځانګړی ډول ملی مسایلو کې د حکومت ملاتړ وکړی او په خورا څرګند ډول د افغانستان واقعی انځور له نړۍ سره شریک کړی.

نړیوال قدرتونه دې هم مخامخ د اسلامی امارت له رسمی ادرسونو سره خبرې وکړی، رسمی تعاملات دې ورسره پیل کړی او دغه راز که په کومو برخو کې ستونزې وی، هغه دې د سیاسی ډیالوګ له لارې حل کړی.

د افغانستان اسلامی امارت په وار وار ویلی، چې پرمختللی، باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی. نړیوال او سمه ییز هیوادونه کولی شی، له افغان حکومت سره په تفاهم او د دوه اړخیزو اړیکو له لارې زموږ له جغرافیایی موقعیت او اقتصادی منابعو مثبته ګټه پورته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید