روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان مېرمنې له اسلامه وړاندې هم محجبې وې

رحمت الله فیضان

د امربا لمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شرعی حجاب په اړه د هېواد د جېدو علماء کرامو پر مټ طرحه وړاندې کړه، په دې طرحه کې د حجاب حکم، د حجاب ډولونه د حجاب د رعایتولو موارد، د حجاب د رعایتولو ګټې او د حجاب د تطبیق د طریقو او مراحلو په باب یادونه شوی ده.

د دې خبرې یادونه ضروری ګڼم ،چې د افغانستان مېرمنې هم له اسلامه وړاندې محجبې وی اوهم له اسلام وروسته محجبې دی ، له اسلامه وړاندې د اوسنی افغانستان په جغرافیه کې د دې جغرافیې اوسېدونکو له یهودیت، مسیحیت، زردشتیت او بوداییزم څخه یا پیروی کوله او یا ترې متاثرو و، دغو ادیانو له اسلامه زیات د حجاب پر رعایتولو ټینګار کاوه او په دې برخه کې د افراط تر پولې رسیدلی وو، په داسې حال کې چې هغه وخت عربو حجاب نه پېژانده او د اسلام له برکته یې وپېژاند.

تاریخی څېړنې په ډاګه کوی چې آن له زردشته وړاندې هم د افغانستان مېرمنې محجبې وې او د لباس په ډول کې یې راغلی ، چې چین داره کمیس پرتوګ او پړونی به یې اغوست، د ساسانیانو په دوره کې هغه وخت چې زردشت د خپل دین پیروۍ ته خلک وربلل د اشرافی مېرمنو تر منځ د پړونی په واسطه د مخ پټول هم رواج شول.

په ټولو توحیدی ادیانو کې لکه مندایت (صابیت) یهودیت، مسیحیت او اسلام کې د حجاب وجوب بلا منازعه او اتفاقی دی، د نزاع  محل دا دی چې په نورو ادیانو کې د حجاب طرحه او ډیزاین وړاندې شوی، دا یوازې اسلام دی چې د حجاب ډول یې د خپلو پیروانو عرف ته پریښی دی.

د مندایانو حجاب:

په دې لنډه لیکنه کې غواړم په ابراهیم ادیانو کې د حجاب ارزښت او رعایت ته لنډه کتنه وکړم:

اسلام:

د (حجاب) لغت په قرانکریم کې اته ځایه د پردې، حاجز، مانع او حایل په ماناګانو استعمال شوی.

د اعراف، اسراء، مریم، احزاب، صاد، فصلت، شوری او مطففین سورتونو کې د حجاب لغت راغلی چې د پردې په مانا دی.

د مېرمنو د پردې لپاره د حجاب لغت استعمال نوی دی، فقهاء کرامو له دې وړاندې د حجاب پر ځای د (ستر) او (ساتر) له لغاتو استفاده کړې ده.

د حجاب حکم په قرانکریم کې:

او ته مؤمنو ښځو ته ووایه، چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتی او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې کوی او خپل زینت دې نه ښکاره کوی مګر هغه چې له دې(زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږی او په خپلو ګرېوانونو دې پړونی واچوی او دوى دې خپل زینت نه څرګندوی، مګر د خپلو خاوندانو لپاره یا د خپلو پلرونو یا د خپلو خاوندانو د پلرونو لپاره یا د خپلو زامنو لپاره یا د خپل خاوند د زامنو لپاره یا د خپلو وروڼو لپاره یا د خپلو ورېرونو لپاره یا د خپلو خوریونو لپاره یا د خپلو ښځو لپاره یا هغه چا ته چې د دوى ښی لاسونه یې مالکان شوی دی، یا هغو تابعانو ته چې ښځو ته له حاجت والاوو نه وی له سړیو نه، یا هغو وړو هلکانو (ماشومانو) نه چې د ښځو په اسرارو او پټو خبرو واقف شوی نه وی او دا (ښځې) دې خپلې پښې نه وهی، د دې لپاره چې معلوم کړاى شی هغه څه چې دوى یې له خپل زینت څخه پټوی او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اى مومنانو! د دې لپاره چې تاسو کامیاب شئ. (د نور سورت ۳۱آیت)

اى نبی!

ته خپلو ښځو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه، چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره (او راځوړند) کاندی، دغه (د بدن پټول) ډېر نږدې دی، دې ته چې دوى به وپېژندل شی (چې پرده دارې دی) نو دوى ته به تکلیف نه شی رسولى او الله ډېر بخښونکى او، بې حده رحم کوونکى دی. (الاحزاب آیت۵۹)

حجاب د ابراهیم علیه السلام په شریعت کې: په تورات کې راغلی: رفقې سترګې پورته کړی او اسحاق یې ولید له خپل اوښ څخه را کښته شوه، له خپل خادم څخه یې وپوښتل دا سړی څوک دی، چې په دې بېدیا کې زموږ استقبال ته راغلی؟

خادم یې  ورته وویل: دا زما اغا دی.

رفقې خپله برقع را واخیسته او خپل ځان یې و پوښه.

(تورات سفر پیدایش باب ۲۴فقره ۶۴او۶۵)

رفقه څوک وه؟

ربه کا، ریوکا، ربقاه، ربقه یا رفقه د حضرت ابراهیم علیه السلام نږور او د اسحاق علیه السلام مېرمن وه، چې له نکاح وړاندې یې له حضرت اسحاق علیه السلام څخه پرده وکړه.

حجاب د یهودیانو له نظره:

لکه څرنګه چې مخکې مو وویل حجاب له اسلامه وړاندې د اعرابو تر منځ رواج نه درلود، دا اسلام و چې د اعرابو ترمنځ یې حجاب رواج کړ، خو په نورو هغو ملتونو کې چې له یهودیت څخه متاثره وو حجاب پکې ډېر سخت رعایت کېده.

په تورات کې څو ځایه د حجاب یادونه او پرې تاکید شوی آن تر دې چې کله به یهودیانو کومه ښځه شکنجه کوله نو حجاب به یې ترې اخیست.

د تورات په (سفرتثیه۲۲ باب او ۵ فقره) کې راغلی:

مېرمنې دې د نارینه وولباس او نارینه  دې د مېرمنو لباس نه اغوندی، ځکه دا کار د خدای جل جلاله پر نزد مکروه او نا خوښه دی.

حجاب په مسیحیت کې:

په انجیل کې راغلی مېرمنې دې د دعا پر مهال خپل وېښتان و پوښی، په دې خاطر ښځه باید پر خپل سر عزت ولری دا مناسبه نه ده چې مېرمنې په لوڅ سر د خدای حضور ته دعا وکړی.

بل ځای کې راغلی: خپلې مېرمنې په لباس، حیا او پرهېزګارۍ آراسته کړئ، نه په طلا مرواریدو او ګران قېمته جامو.

د حجا ب په برخه کې مسیحیت نه یوازې دا چې د یهودیت احکامو ته تغییر ور نه کړ ،بلکې په جدیت سره یې د حجاب احکام تر اجراء لاندې ونیول.

مسیحی لیکوال او تاریخپوه جرجی زیدان وایی: په مسیحیت کې د مېرمنو لپاره حجاب یو واجبی امر دی.

په اسلام کې د حجاب ډیزاین چېرته دی؟

اسلام د مېرمنو لپاره د کوم خاص ډول حجاب ډیزاین نه دی طرحه  کړی او دا چاره یې د ولسونو عرف ته پریښې، لکه څرنګه چې د امربا لمعروف وزارت د حجاب د تعریف په برخه کې راغلی:

(بدن چې په هره جامه کې پټ کړای  شی حجاب ګڼل کېږی، خو چې داسې تنګه او  باریکه نه وی چې بدن ترې ښکاره شی.)

نو بیا د چادرۍ او تور حجاب ډیزاین وړاندې کول څه مانا؟

دا ډیزاین چا وړاندې کړی او څومره مخینه لری؟

د کومو ولسونو کلتور دی؟

د امربا لمعروف په طرحه کې ټینګار شوی، چې چادری له پېړیو را په دېخوا د افغانانو د باعزته کلتور برخه ده او د شرعی حجاب بهترین ډول دی. همدا راز په طرحه کې دا هم راغلی چې د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم حجاب دی.

راځئ په دې برخه کې تور رنګه حجا ب ته لږ تم شو:

تور رنګه حجاب کوم چې عربان ترې استفاده کوی دا د اوسنیو یهودیانو حجاب دی، همدا راز ایرانیان چې له کوم حجاب څخه ګټه اخلی دا د مسیحیانو حجاب دی چې په ایران کې د خمینی انقلاب له بری وروسته رواج شو.

پاتې شو د افغانانو ترمنځ د چادرۍ استعمال، دا ډول پوښښ پېړیو ته نه رسېږی، له هغه وروسته چې د امیر امان الله خان مېرمنې ملکې ثریا کشف حجاب وکړ په ښارونو کې یو شمېر افغان مېرمنو د اعتراض په ډول چادری واغوسته، د افغانستان په پښتنو سیمو کې لا تر اوسه هم چادری رواج او طرفدار نه لری.

امربا لمعروف د خپلې طرحې د تطبیق مراحل دا ډول بیانوی:

ترغیب:

۱-د رسنیو او منبرونو له لارې د حجاب حکم او ګټې او د بې حجابۍ زیانونه بیانول.
۲-په بازارونو، پارکونو او عمومی مواردو کې د حجاب په هکله د ترغیبی جملو لیکل او اړوند سټیکرونه لګول.

دا ښه خبره ده خو زما نظر دا دی، چې د امربا لمعروف وزارت دې له دې هم لوی ګام واخلی، هغه دا چې د دوی په واک کې باید تصویری، صوتی او نوشتاری رسنۍ ورکړل شی، ترڅو خپل پلان شوی پروګرامونه تر خلکو ورسوی.

د دې ترڅنګ دې له ځان سره دعوتی خویندې هم ولری ،چې ښځو ته په عمومی مراکزو لکه پارکونو‎، ښوونځو او پوهنتونونو کې دعوت ورکړی.

تنبیه او ترهیب:

د بې حجابه مېرمنې دې په لومړی ځل کور په نښه شی، د هغې ولی ته دې توصیه وشی او تنبیه دې کړل شی.

په دویم ځل دې ولی اړوند ریاست ته احضار کړل شی.

په درېیم ځل دې ولی درې ورځې حبس کړل شی.

په څلورم ځل دې ولی محاکمو ته وسپارل شی ترڅو په مناسبه سزا محکوم کړل شی.
هغه مېرمنې چې د امارت اړوندوارګانونو کې فعالیت کوی او حجاب نه رعایتوی له دندې دی ګوښه کړل شی.

که د حکومتی مامورینو او منسوبینو مېرمنې او لوڼې حجاب نه رعایتوی دندې به یې تعلیق کېږی.

تنبیه او ترهیب ته به لږ تم شو، د ترهیب، تروریزم او ترهګرۍ الفاظ ډېر راته وکارول شول زما په خیال همدا کفایت کوی چې زموږ مخالفین راته د ارهابیونو او ترهګرو خطاب کوی نور هیله نه لرم چې دا کلمه د دوستانو له خولې هم واورو او دې کلمې ته مشروعیت او رسمیت ورکړل شی.
پاتې شوه د سزا خبره غواړو د اسلامی علومو د یو مبتدی په صفت له خپلو محترمو استادانو و پوښتم چې قرانکریم د بې حجابۍ لپاره سزا نه ده ټاکلې، نو تاسې یې په کوم دلیل ورته ټاکئ؟

حل لاره څه ده؟

لکه څرنګه چې اسلام د حجاب موضوع د خپلو پیروانو عرف ته حواله کړې، ښه به وی چې موږ هم دا موضوع د خپل ولس عرف ته حواله کړو، د مثال په ډول په هرات کې مېرمنې دراز کمېس اغوندی او له کوره بهر لوی شال چې دوی ورته چادرنماز وایی استعمالوی.
کندهارۍ مېرمنې هم له چادرۍ او هم له تور حجاب څخه استفاده کوی.
د شرقی ولایاتو مېرمنې پنجابی جامې اغوندی او برقع او پېښوری حجاب استعمالوی.
د مرکزی ولایاتو مېرمنې د چادرۍ او تور حجاب پر ځای شالونه کاروی.

په زابل کې بیا مېرمنې له مېرمنو څخه مخ پټوی، په غزنی او نورو سیمو کې هم نږور له خپلې خواښې او خسر څخه مخ پټوی. په تاجکو، ازبکو او هزاره ګانو کې له خپلو او پردو څخه د مخ پټول رواج نه لری.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید