روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان لپاره د مالی صندوق په رامنځته کولو موافقه شوې

د اسلامی همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلام اباد د تېرې ورځې غونډې په یوه اعلامیه کې د اسلامی پراختیا بانک له لارې د افغانستان لپاره د مالی صندوق په را منځته کولو موافقه کړې. د یادې غونډې په اعلامیه کې راغلی؛ د افغانستان د اقتصادی بحران مخنیوی لپاره اړینه ده، چې دغه هېواد خپلو مالی سرچینو ته لاسرسی پیدا کړی او د افغانستان د شتمنۍ ازادولو لپاره باید په سمو حللارو فکر وشی. په دغه اعلامیه کې افغانستان ته د دایمی او بېړنیو بشری مرستو په لېږد ټینګار شوی او ویل شوی، چې د افغانستان لپاره باید د ”غذایی امنیت پروګرام” په پام کې ونیول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید