روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان لپاره د آزادۍ د ډګرونو د ګټلو په څېر د لوبو په ډګر کې هم بریاوې ویاړونه دی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی د افغان کرېکټ ملی لوبډلې لوبغاړو سره وکتل او د هغوى د تېرو ښو لوبو د ستاینې سربېره یې د راتلونکو سیالیو لپاره هم د خپل بشپړ ملاتړ په ښودلو سره هغوى وهڅول.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا ملی لوبغاړی په نړیوالو ډګرونو کې د هېواد او ولس استازی وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې د تل په څېر دې د ښو لوبو تر څنګ په خپلو ټولو کړنو کې د یو ویاړلی مسلمان هېواد او ولس غوره انځور وړاندې کړی

خلیفه صاحب د افغانستان د اسلامی امارت  له لوری د کرېکټ بورډ سره د همکارۍ او ملاتړ ښه مثالونه د دې ادارې خپلواکۍ، بشپړ ورکړل شوی صلاحیتونه او د افغانستان په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د بورډ د عمومی مشر په توګه د یو ملی لوبغاړی میرویس اشرف ټاکل یاد کړل او د یاد ملاتړ پر دوام یې ټینګار وکړ.

ده په خپلو خبرو کې  څرګنده کړه، چې هوډ یې کړى تر څو ټول سره په ګډه په هر ډګر د هېواد د بریا لپاره هڅې وکړی او پر همدې اساس دا خپل مسئولیت بولی چې په هر حال د ملی لوبغاړو د لا هڅونې لپاره د هغوى ملاتړ وکړی

د کرېکټ ملی لوبغاړو هم په یاده غونډه خورا خـوښی وښوده او د خلیفه صاحب د هراړخیز ملاتړ او هڅونې څخه یې مننه وکړه

د کرېکټ بورډ په استازیتوب د یادې ادارې عمومی مشر ښاغلی میرویس اشرف ددې غونډې او ملاتړ هرکلى وکړ او څرګنده یې کړه چې  د افغانستان اسلامی امارت  د مشرانو همدا همکارۍ د دې لامل شوی ،تر څو دوى د اصلاحاتو او لا مسلکی توب لپاره په اداره او لوبډله کې مثبت بدلون راولی همدارنګه ګڼ وړ او ځوان لوبغاړی وتوانیږی د خپل استعداد پرمټ ملی لوبډلې ته لار وموندی.

د یادولو وړ ده، چې د کرېکټ ملی لوبډلې تازه په آسیا کپ سیالیو کې د آسیا له پیاوړو لوبډلو سره خورا ښې لوبې وکړې او د ٢٠٢٢ م کال نړیوال جام کې چې راتلونکې میاشت پیلېږی د ګډون لپاره تیراوونۍ خپل سفر پیل کړ، نو په همدې موخه په دې غونډه کې قدرمن خلیفه صاحب دوى وهڅول او په نړیوال جام کې یې د بریا هیله څرګنده کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید