روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان له ګډون پرته دشانګهای غونډه نیمګړې ده 

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځ ته کول  د شانګهای غونډې تازه غوښتنه ده،چې غړی هېوادونه یې د سیمې ثبات د افغانستان ثبات پورې تړلی ګڼی. خود سیاسی چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دی،چې د شانګهای د همکاریو سازمان  د غونډې ګډونوال نه غواړی چې افغانستان دې له جګړو پاک او پرمختللی هېواد وی او په خبره یې دوی هڅه کوی.چې پخوانۍ هغه څیرې چې په افغانستان کې د جګړې لامل وې، یو ځل بیا د ټول شموله حکومت په نامه واک ته ورسوی او په افغانستان کې جګړه دوام وکړی.  د سیاسی چارو کارپوه زلمی نصرت وایی: (( د شانګهای د غړو هېوادونو موخه له ټولشموله حکومته د هغو کړیو بېرته راتګ  او قدرت ته رسول دی،چې افغانستان کې یې جګړه توده ساتلې وه او افغانستان یې له تجزیې سره مخ کړی و او بې ثباتی یې رامنځ ته کړې وه. د شانګهای غړی هېوادونه هڅه کوی،چې په افغانستان کې جګړه بیا بله کړی او توده یې وساتی. دوی په افغانستان کې د پرمختګ ملاتړی نه دی.)) د سیاسی چارو کارپوه هاتف مختار وایی: (( د افغانستان اسلامی امارت د یوه کال په اوږدوکې ونتوانیده،چې داسې یو متوازن او بې طرفه سیاست غوره کړی،چې دهغه په نتیجه کې دافغانستان ملی منافع دنړۍ دقطبونو په منځ کې تعریف کړی.))خو د اسلامی امارت  د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی بیا وایی، جمهوریت چې ټولې نړۍ او سیمې منلی و،د هغه حکومت ټول مامورین  اوس هم پر خپلو دندو دی او په کابینه کې د هر قوم او سیمې استازی او وزیر لری. متقی وایی: د افغانستان اوسنی حکومت،چې له ټولو اقوامو تشکیل دی افغان شموله دی او باید نړۍ او سیمه یې هم د یوه ټولګډونه حکومت په توګه ومنی. ده زیاته کړه : د اشرف غنی د حکومت،خو یوازې امرالله صالح او اشرف غنی له هېواده وتښتیدل،نور خو ټول حکومت موږ ته راپاتې شو. ۵۰۰  زره مامورین یې له  موږ سره کار کوی او معاش ورکوو. که هغه حکومت افغان شموله و، نو زما ولې نه دی؟ که پرون د پنجشیر وزیر و،  نن یې هم لرم، پرون بدخشانی وزیر و، نن هم په کابینه کې بدخشانی وزیر شته دی. د فاریاب  شته، د کندهار شته، د ننګرهار شته،د پکتیا د کابل شته او  د لوګر وزیر شته. نو ولې زما حکومت افغان شموله نه دی او هغه افغان شموله و.)) د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وایی، په هغو برخو کې چې د شانګهای غړیو هېوادونو یې د افغانستان حکومت غوښتنه کړې،تر ډېره ځایه پرمختګونه شوی دی،خو د شانګهای په راتلونکو ناستو کې دې د اسلامی امارت استازو ته هم بلنه ورکړی،چې ځینې ستونزې د یوه ګډ میکانیزم له لارې په ګډه حل کړی. ځلاند زیاته کړه: (( په دې برخه کې چې د شانګهای ناستې ګډونوالو یې غوښتنه کړې، پرمختګونه شوی دی، که چیرې د شانګهای په راتلونکې ناسته کې طالب ((د اسلامی امارت))  استازو ته بلنه ورکړل شی او په دې برخه کې یو ګډ میکانیزم رامنځ ته شی،غوره  به دا وی،چې افغانستان او سیمه وشی کولای،چې په ګډه دغو مسایلو ته د حل لارې پیدا کړی.))  د شانګهای د همکاریو سازمان ناسته،چې د ازبکستان په کوربتوب د تیرې پنجشبنه په ورځ پیل شوې وه دوه ورځې یې دوام وکړ او جمعې په ورځ پای ته ورسیده،په دغې ناسته کې چین ، روسیې، هند، پاکستان او د  ایران په شمول د سیمې ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم ونډه درلوده.

ممکن است شما دوست داشته باشید