روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان شرایط د ځواکونو اېستلو ته برابر نه دی

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلی، چې له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو ځواکونو اېستل به د دغه هېواد لپاره بدې او خطرناکې پایلې ولری.واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزرات په حواله ویلی، له افغانستان څخه د ځواکونو عجولانه وتل به په دغه هېواد کې کورنیو جګړو ته زمینه برابره کړی.پنټاګون همداراز زیاته کړې، چې دغه پرېکړه به نه یوازې افغانستان کې د کورنیو جګړو سبب شی بلکې، امریکا به یې هم له شره په امان پاتې نه شی او دغه راز به د بشری حقونو وضعیت هم ترېنګلی کړی.د امریکا دفاع وزارت ټینګار کړی، چې د افغانستان شرایط د ځواکونو اېستلو ته برابر نه دی او څو پورې چې په هر اړخیزه توګه ډاډ نه وی تر لاسه شوی امریکا باید په دې هېواد کې پاتې شی

ممکن است شما دوست داشته باشید