د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د ګاز او نفتو دولتی شرکت وایی: له دې وروسته به د کابل د اوسېدونکو د دروازو شاته مایع ګاز په ارزانه بیه و رسوی.د یاد شرکت د دغې پرېکړې خبر د سلواغې په ۱۶ مه ماښام د اسلامی امارت مرستیال ویاند بلال کریمی پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی دی.ښاغلی کریمی ویلی: د کابل د ۲۲ ناحیو اوسېدونکی به د ځانګړی مهالوېش له مخې له دولتی شرکت نه یوه کیلو ګاز په ۷۰ افغانیو اخلی.دوی وایی، چې دغه اقدام د سون توکو د لوړو بیو د راکمولو په هدف کوی.د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ژمی په رارسېدو د یو کیلو مایع ګازو بیه شااوخوا سلو افغانیو ته پورته شوې ده.