روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې له هالنډه دویمه لوبه هم وګټله

د افغانستان او هالنډ د کرېکټ ملی ټیمونو تر منځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه هم افغانستان د ۴۸ منډو په توپیر وګټله.دغه لوبې چې له تېرې جمعې راهیسې قطر کې پیل شوی د سلواغې په ۳ یمه د دواړو ټیمونو تر منځ دویمه لوبه هم تر سره شوه.د لوبې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه.په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په زړه پورې لوبه وکړه، په ۱۲۷ توپونو یې ۱۰۳ منډې وکړې.تر څنګ یې کپتان حشمت الله شهیدی هم د لومړۍ ورځې په شان په زړه پورې لوبه وکړه او په ۸۰ توپونو یې ۵۴ منډې وکړې.د لوبې په دویمه پاڼۍ کې په لومړی سر کې د هالنډ د توپ وهونکو پیل هم ښه و او کپتان یې ایډواریس ۸۶ منډې وکړې ،خو د هغه له سوځېدو وروسته نور هالنډی توپ وهونکی یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.افغان توپ اچوونکو په ۴۸ اور کې د هالنډ ټول لوبغاړی په داسې حال کې، چې ۱۸۹ منډې یې کړې وې وسوځول او دغه لوبه یې د ۴۸ منډو په توپیر ترې وګټله.په توپ اچونه کې مجیب الرحمن ۴ فرید ملک ۲راشد خان او یمن احمدزی یو یو هالنډی لوبغاړی وسوځول. د یادونې وړده، چې افغان لوبډلې د دغې لړۍ لومړی لوبه هم له هالنډی لوبډلې څخه په لوی توپیر ګټلې وه او درېیمه یا وروستۍ لوبه یې نن (سه شنبه) د سلواغې په ۵ مه تر سره کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید