د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د ویلچر باسکټبال لوبډلې په لبنان کې د ویلچر باسکټبال سیالیو اتلولی وګټله.په پای لوبه کې افغان لوبډلې وکولای شول سوریې ته ۶۷ د ۶۳ امتیازونو پروړاندې ماتې ورکړی د Hanna lahoud په نامه سیالۍ د لبنان په کوربه توب ترسره شوې ،چې په کې افغانستان، هندوستان، سوریې او عراق ګډون کړى وو.په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې په پرله پسې توګه عراق، سوریې،هند او لبنان ته ماتې ورکړې.ددغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان عراق ته ۶۰ د ۴۸ امتیازونو پروړاندې ماتې ورکړې وه، همدا شان په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې د هندوستان ویلچر باسکټبال لوبډلې ته ۵۶ د ۲۰ امتیازونو پروړاندې، په درېیمه لوبه کې د سوریې لوبډلې ته ۵۱ د ۲۱ امتیازونو او په څلورمه لوبه کې کوربه هېواد لبنان ته ۶۱ د ۱۲ امتیازونو پروړاندې ماتې ورکړې وه.دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان د ویلچر باسکټبال لوبډله په بهرنیو سیالیو کې اتلولی ګټی. وحیدالله فیضی