روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د مالی شتمنیو په اړه د امریکا وروستۍ پریکړی پراخ غبرګونونه را پارولې

د امریکامتحدو ایالتونو مرکزی بانک پرېکړه،چې د افغانستان له کنګل شوې پانګې ۵،۳  درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالر د سویس بانک ته لېږی، ترڅو یې په پراختیایی برخو یې ولګوی، پراخ غبرګونونه یې راپارولی دی. اقتصاد پوهان اندېښنه لری،چې د دغو پیسو تقسیم به د افغانستان بانک نړیوال اعتبار زیانمن او مالی کړکیچ به زیات کړی.د اقتصادی چارو کارپوه نور الله عزیز وایی: د یوه هېواد نقدی زېرمه د اقتصادی قدرت ښکارندویی کوی. په دې باندې کولی شی،چې مرکزی بانک خپل پولی سیاست،چې د هغه مرسته باندې د پیسو ارزښت ساتل، یاهم د خصوصی بانکونو کارونو څارل، له هغوی سره د مرستو کول یا هم په مجموع کې د یوه هېواد اقتصادی وضعیت د ساتلو اړوند ترې استفاده کوی، نو دا چې په دې په وخت کې دغه پیسې د سویس بانک ته انتقال کېږی، د دې لپاره اړینه ده،چې دا واضح شی، چې دا پیسې د کومو شرایطو پر اساس هغو بانکونو کې ساتل کېږی.)) د اقتصادی  چارو کارپوهانو په خبره د یادې شتمنۍ په اړه صلاحیت یوزاې د افغانستان بانک لری او دا ډول حیف و مېل کېدل به د افغانستان بانکونه زیانمن او ښایی د افغانۍ د بې ثباتۍ باعث هم وګرځی. د اقتصادی چارو کارپوه میرویس حاجی زاده وایی: (( دغه د افغانستان پیسې،چې ۶،۹  نهه اعشاریه شپږ میلیارده ډالر دی. دا د افغانستان پانګه، د ملت پیسې او د خصوصی سکتور پیسې په دې کې دی.  هېله مو دا ده،چې امریکا خپله هغه پرېکړه،چې څو میلیارده ډالر پیسې د سویس بانک ته انتقال کوی او هلته به ساتل کېږی او د هغه بانک له آدرسه افغانستان ته راشی، زما په اند باندې له دوه یا درې لاسه باید تیر شی، دا پیسې د افغانانو پیسې دی.)) د امریکا متحدو ایالتونو له لوری د افغانستان د کنګل  شوې شتمنۍ په اړه لومړۍ او اوس دا پرېکړه له پراخو غبرګونو سره مخ ده. د افغانستان بانک، د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت او حامد کرزی دغه پرېکړه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او د نه منلو وړ بللې او خبرداری یې ورکړی،چې اجازه به ورنه کړی،تر څو د افغانستان کنګل شوې شتمنی د نورو خلکو او پروژو له طریقه مصرف کړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید