روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د صنایعو او کانونو د عامل پلاوی رییس رحیم الله ((سمندر)) : د تېلو له قشقری  کان څخه ډېر عواید ترلاسه کېږی

افغانستان د کانونو له پلوه یو بډای هېواد دی، که چېرې په مسلکی او تخصصی توګه راوسپړل شی، په سلهاوو میلیونه ډالره عواید تر لاسه کولی شو.په هرات کې د وسپنې کان او د غور په تولک کې د سربو کان  آزادې سیالۍ ته د سپارلو لپاره چمتو شوی دی . تېره اوونۍ د سر پل ولایت د قشقری د تېلو کان د ریاست الوزار‌ء د مرستیال ملا برادر او د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاوراو ځینو نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.د دغو کانونو اقتصادی ارزښت د پاملرنې وړ دی.په همدې تړاو د هېواد ورځپاڼې خبریال د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې له پلاوی

عامل رئیس ښاغلی رحیم الله ((سمندر)) سره مرکه کړې،چې په ګډه  یې لولو.

پوښتنه : تیره اوونۍ د سرپل ولایت د قشقری د تېلو کان د اسلامی د ریاست الوزراءد مرستیال او دکانونو د سرپرست وزیر په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.مهربانی وکړئ ووایاست چې دغه کان څومره اقتصادی ارزښت لری؟

ځواب :د قشقری د تېلو له کان څخه ډېر عواید ترلاسه کېږی.څومره چې د افغانستان اسلامی امارت له طبیعی زېرمو او کانونو څخه ګټه پورته کوی هغومره یې عواید ډېرېږی.په دې کار سره د افغانستان اړتیا بهرنیو مرستو ته لرې کېږی.له نېکه مرغه تېره اوونۍ د سرپل ولایت د تېلو کان ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او عملاَ د تېلو راسپړلو چارې پیل شوې.د اسلامی امارت د مشرتابه پلاوی په ترکیب کې دافغانستان د اسلامی امارت مرستیال  ملا برادر هم سرپل ولایت ته تللی و .سرپل ولایت درې یا څلور د تېلوکانونه لری،چې یو یې د قشقری د تېلو کان دی.دغه کان لس څاګانې لری،اوس له دغو څاګانو

څخه د تېلو د راسپړلو کار پیل شوی دی.له دغو کانونو څخه هره ورځ دوه سوه ټنه تېل را اېستل کېږی،چې ورځنی عاید یې یونیم لک ډالروته رسیږی.د هېواد په اوسنیو شرایطو کې دغه عاید ډېر دی.دا کار خپله امارت پرمخ بېولی او له خصوصی سکتور سره کومه معامله نه ده شوې.له یاد کان څخه د تېلو په راسپړلو کې له دولتی متخصصینو څخه کار اخیستل شوی دی.اوس موږ په هېواد کې د تېلو تصفیه خانې جوړې کړی دی.له دې وړاندې هم سوداګروله بهره تیل راوړل او بیا تصفیه کېدل،خواوس موږ د دې وړتیا پیدا کړې،چې له خپلو تېلو ګټه پورته کړو او د وخت په تیرېدو سره به د تولید کچه لوړه کړو.دغه تصفیه خانه د هېواد په شمال مزار شریف کې شتون لری.خصوصی سکتورچې تصفیه خانې جوړې کړې دی دوی به وتوانېږی چې  اووم تېل په تصفیه خانو کې تصفیه کړی او له دې لارې هېواد او خلکوته د خدمت جوګه شی.په هېواد په کې د تېلو تصفیه کول د تېلو د بیې په ټیټولو کې رول لوبولی شی.له دې لارې زموږ د دولت بودیجه هم غښتلې کېږی.یوازې له یو کان څخه هره ورځ یونیم لک ډالره عاید ترلاسه کول ډېر لوړ عاید دی.

ده زیاته کړه:د تېلودغو نهو څاګانو ورځنی د استخراج ظرفیت  دوه سوه ټنه دی.د احصائیې له مخې د سرپل ولایت د یادو څاګانو د تېلو ظرفیت نوی میلیونه ټنه اټکل شوی دی.موږ کولی شو له دغو ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړو،چې له دې لارې زموږ د هېواد اقتصاد غښتلی شی.

پوښتنه: د لوګر د عینکو د مسو د کان تړون  یې د چین د ام سی سی له کمپنۍ سره لاسلیک شوی و،ګټې اخیستنې ته یې د سپارلو کار څومره پر مخ تللی دی؟

ځواب: د لوګر د عینکو د مسو کان تر اوسه ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی ،خو اسلامی امارت هلې ځلې پیل کړې دی،چې ژر ګټې اخیستنې ته

وسپارل شی.په دې برخه کې د چین له استازو سره څو پړاوه خبرې شوی او له هغوی غوښتل شوی،چې خپل کار د قرارداد له مخې پیل کړی او که دچین لوری نه غواړی،چې کار وکړی ،قرارداد به فسخ شی او هغو موسسو ته به ورکړل شی، چې ژر د مسو د راسپړلو کار پیلوی.هیله ده،چې داسې ونه شی او د چین ام سی سی کمپنۍ ژر خپل کار پیل کړی،چې دواړو هېوادونو ته یې ګټه ورسېږی.تر اوسه پورې بحث روان دی او یولړ ستونزې لا هم شتون لری،چې په لرې کولو سره به یې له یاد کان څخه د مسو د راسپړلو کار پیل شی.د دغه کان د استخراج په ځنډولو سره افغان لوری ته تاوان هم رسېدلی دی.د دغه کان برخلیک به هم لکه د قشقری کان د په څېر برخلیک روښانه به شی.

پوښتنه:په هرات کې د وسپنې کان او همداسې په غور کې د د تولک سربو کان آزادې سیالۍ ته سپارل شوی که څنګه؟

ځواب : د هرات د وسپنې او د غور د سربو کانونه د هېواد له لویو کانونو څخه شمېرل کېږی.د هرات د وسپنې کان د دغه ولایت تر درېو ولسوالیو پورې غځېدلی او د وسپنې ذخیره یې هم ډېره ده.د افغانستان څلور ګاونډی هېوادونه لېوالتیا لری،چې د آزادې سیالۍ له لارې بریالی شی او په دغو کانونو کې پانګونه وکړی.د ګاونډیو هېوادونو استازی افغانستان ته راغلی وو او له موږ څخه یې په یادو کانونو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.د ایران لوری غوښتی،چې د یاد کان د وسپنې ډبرې ایران ته یوړل شی او هلته بیا پروسس او په وسپنه بدلې شی.اسلامی امارت تراوسه پورې دغه کان چاته نه دی ورکړی، خو آزادې سیالۍ ته یې د سپارلو پرچارو  کار کوی.په دې برخه کې ډېر کار شوی دی.هغه معلومات چې زه یې لرم کېدای شی د سیالۍچمتو شوې بسته له اختره وروسته آزادې سیالۍ ته وسپارل شی.سربېره پر  بهرنیو سوداګرو افغان سوداګر هم پانګونې ته چمتو والی لری.

د صنایعو او کانونو د عامل پلاوی رییس زیاته کړه:د غور د تولک د سربو کان په سیمه کې لوی کان شمېرل کېږی .د دغه کان سرب د کیفیت له پلوه ښه سرب دی اوآزادې سیالۍ ته د دغه کان د سپارلو اسناد د چمتو کېدو په حال کې دی. د کانونو او پټرولیم وزارت کې کار پرې روان دی.کېدای شی د دغه کان د سیالۍ بسته چمتو شی او دهرات د وسپنې کان له بستې سره یو ځای آزادې سیالۍ ته وسپارل شی.دا کار به له اختره وروسته ترسره شی.د غور د سربو کان ته بهرنی او کورنی پانګوال لېوال دی.په ځانګړې توګه افغانی لویې کمپنۍ هم د غور د سربو کان کې د پانګونې هوډلری.

نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید