روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د سولې پرمسئله دې له ناوړومعاملو په کلکه ډډه وشی 

امریکا ته دپاکستان دصدراعظم عمران خان اوددغه هېواد دلوى درستیز قمرجاوید بجوا اوداستخبارا تو درییس له سفر اودغه راز دامریکا له جمهور رییس ډونالډټرمپ سره دپاکستان دصدراعظم له خبرو وروسته امریکا له پاکستان سره ۱۲۵  میلیونه امریکایې ډالره پوځی مرسته تصویب کړه چې له مخې یې له یوى خوا پاکستان دافغانستان دسولې په اړه دمرستې لپاره  دامریکا  له جمهور رییس سره خپلو ژمنو ته دعمل جامه ورواغوندی او له بلې خوا له خپلو ژمنو سره سم دافغانستان په کورنیو چاروکې له بې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنو او په پاکستان کې دترهګرو له ملاتړه لاس واخلی او هم به دپاکستان حکومت طالبان اونور وسله وال مخالفین دې ته اړکړی او وبه یې هڅوی چې دافغانستان له حکومت سره دسولې دخبرو پرټغرکښېنې اوله دې لارې دامریکا په ګډون نړیوالې ټولنې ته دسترسرخوږی په توګه پرافغانستان اوږ دوتپل شویو او خونړیو جګړوته دپاى ټکى کېږدى ، خوله ډېره بده مرغه نه یوازې دپاکستان دمکار ، درواغجن اودوه مخی هېواد روزل شویو ګوډاګیو طالبانو او نورو  وحشی صفتو تروریستى ډلو په افغانستان کې دښځو ، ماشومانو ، زده کوونکو او بوډاګانو په ګډون دبې ګناه ، بې دفاع  او مظلومو خلکو دوینو تویولواو وژلوته زور ورکړى دى، بلکې دبین المللی افغانی لومړنۍ نړیوالې غونډې داته ماده ییزې اعلامیی دپلی کولو په اړه یې دخپلو ژمنو پرخلاف دښوونځیو ، سړکونو او پلونو په ګډون دعامه تاسیساتو پرړنګولو او چاودلو هم لاس پورى کړى دى اوله دى لارې یې دافغانستان اونړیوالې ټولنې په وړاندې خپل پاکستانی باداران نورهم بې باوره کړی  دی . دشنونکو اونور وکارپوهانو له قوله اړینه بریښی چې امریکا دافغانستان دسولې په اړه پرپاکستان نور باید باور ونه کړی ، په دې برخه کې دې له پاکستان سره له ناوړومعاملو څخه په کلکه ډډه وکړی ، دغه راز دافغانستان دسولې او همدارنګه له ترهګرو سره دمبارزې لپاره دې له خپلو ژمنو څخه دسرغړونو پرمهال دپاکستان په وړانډى له خپلو برګو سترګو او ګوتڅنډ نوڅخه کار واخلی ،له دې لارې دې پاکستان سمې لارې ته راولی اوله دې پرته به امریکا دپاکستان له خواتل لوبېږی اوتل به دپاکستان ددوه مخې پالیسۍ ښکار کېږی .په کابل کې دامریکا پخوانی سفیر راین کراکر او داسې نورو پخوانیو امریکا یی جنرالانو او چارواکوهم دامریکا ، ناتو او اروپا په ګډون دنړیوالې ټولنې په وړاندې دپاکستان پر زیاتې بې  باورۍ دتصدیق ټاپې وهلی دی اوویلی یې دی چې دا لېونیان دی چې پرپاکستان به  باور وکړى او ځانونه په لوى لاس دمداری پاکستان ددوه مخې پالیسۍ په لومو کې ونښلوی . هغوى داهم جوته کړی ده چې دامریکا جمهور رییس خولېونى نه دى چى په افغانستان کې یې دپاکستان له روزل شویو ګوډاګیو طالبانو اونورو ترهګرو سره په اتلس کلنو اوږدوخونړیو جګړوکې خپل نږدې درې زره وژل شوی افسران او سرتېری او څه دپاسه شل زره ټپیان شوی ، معلول شوی او معیوب شوی افسران او سرتېری او دغه راز خپل هېواد ته بې ساری اړول شوی ځانی ، مالی او پوځی زیانونه هېر کړی او دامریکا ددغو بی ساریوځانی اومالی زیانونو دستر عامل په توګه له پاکستان سره له ښه چلندڅخه کارواخلی او دافغانستان دسولې پرمسئله له پاکستان سره ناوړه معاملې وکړی. په واشنګټن کې دپاکستان له صدراعظم سره په وروستیو پستو او نرموخبروکې دامریکا دجمهور رییس ډونالډترمپ اشاره او ګوتڅنډنه دافغانستان پرځاى پاکستان ته وه چې (( افغانستان نه ، بلکې پاکستان په یوه اوونۍ کى ختمولى شم او نقشه یى دمځکې له مخ څخه ور کولى شم اولس میلیونه خلک یى وژلى شم !!؟))دسیاسی شنونکو او نوروکارپوهانو په آندکه چېرې امریکا دافغانستان  دسولې ددښمنانو دپه نښه  کولو او ځپلو لپاره له خپل پوره جدیت ، قاطعیت ، صداقت او رښتینې ارادې څخه کار واخلى ،نو بیا پردى پوره باوردى چې دافغانستان اوامریکا په ګډون به دسیمې اونړۍ ثبات ته دسترګواښ په توګه دترهګرو تور ټغر نه یوازی له افغانستانه ، بلکې دامریکا په ګډون به له ټوی نړۍ څخه هم ډېر ژر ټول شی او له امله به یې خلک له هوسا ، بسیا او سوکاله  ژوند څخه برخمن شی اودخپلو اړوند و چارو پرمخ بېولوته به مخه وکړی.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید