د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
روسیې په افغانستان کې د ریللارې پراختیا برخه کې هر اړخیزې همکارۍ او پانګونې ته چمتووالی وښوده.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په اعلامیه کې ویلی: د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو له مرستیال وزیر، الکساندر نیکلایویچ موروزوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او سوداګری همکاریو په هکله غونډه وکړه او په دې برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.ددغه وزارت په بیان کې راغلی، په دې لیدنه کې ښاغلی اتمر د مزار –کابل –پېښور –تورغنډۍ –هرات او امام نظر –آقیینه په ګډون د ریل پټلیو پروژو ته په اشارې وویل : د دې پروژو په پلی کېدو سره به روسیه د مرکزی آسیا او افغانستان له لارې سویلی آسیا سره ونښلول شی.د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې هوکړه وشوه ،چې د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې تخنیکی ډله به ډېر ژر د تجهیزاتو پیرلو او د کارکوونکو د روزنې په ګډون د همکارۍ په هکله، روسیې ته سفر وکړی.د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په رسمی سفر روسیې ته تللی او هلته یې د کوربه هېواد له یو شمېر لوړپوړیو چارواکو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړی دی. z�y �۷