روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ له خپلواکۍ وروسته د غازی امان الله خان  د دورې  بنسټیزې اقتصادی چارې

پوهاند محمد بشیر دودیال

لومړۍ برخه

 خپلواکی یواځې د معنوی ارزښت له مخې نه، بلکې له دې پلوه هم د درناوی وړ ده،چې ملتونه په خپله او له خپلې خوښې سره سم د ترقۍ په لوری ګامونه اوچتوی. خپلواکی لوی نعمت دی. افغانانو ته خپلواکی ډېر لوړ ارزښت لری. په خپلواکۍ کې د ولسونو خیر- ښېګڼه، بنسټیزې چارې، د تعلیم وده، ملی رفاه، بین المللی حیثیت، ملی غرور او نور مادی او معنوی امتیازات او ښیګڼې خوندی کېږی. افغانستان سل کاله مخکې، یعنې په ۱۹۱۹م کال کې د غازی امان الله خان په مشرۍ او زموږ د نیکونو د ډېرې قربانۍ او فداکارۍ په برکت خپلواکی ترلاسه کړه. د خپلواکۍ تر لاسه کولو یواځې سیاسی اړخ نه درلود، بلکې له خپلواکۍ سره سم، په هېواد کې ګڼ شمېر اصلاحات، لوی ریفورمونه او په ملی شعور کې ژور تحول هم راغی. د استقلال په ګټلو سره د هېواد نجونو ته د تحصیل زمینه برابره شوه، د افغانستان ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه خبرې شوې، اداری بنسټونه ورغاول شول، په تجارت او مالی چارو کې لوی تحول راغی او هېواد ته نوی فرهنګ، تکنالوژی، علمی مرکزونه، مطبوعات، عامه خدمات، فابریکې، اقتصادی پلانونه او برنامې معرفی شوې. غازی امان الله خان له خپلواکۍ وروسته لویې اقتصادی پروژې  پیل کړې، د لومړی ځل لپاره د ریل پټلۍ، د راډیو دستګاه، د برېښنا د تولید پروژې، د مخابراتو، ټلېفون او مراسلاتو عصری سیستم ، د نجونو د تعلیم او باسواده کولو پروګرامونه او د ګمرکی چارو سمون  پیل شو. جنسی مالیه لغوه او په عوض یې نقدی مالیات وضع کړل. دغه اقدام  هم د ټولو مالیه ورکوونکو لپاره او هم د دولت لپاره څواړخیزه ګټور و، همدارنګه سوداګری او سرمایه ګذاری، له بېلا بېلو منابعو څخه استفاده، بودجه جوړونه، له بهرنیو هېوادونو سره قراردادونه، داخلی تولیدات، د ترانسپورټی شبکو پراختیا، د اوبو د بندونو، ترانزیټ، کانی توکو، د افغانۍ د ارزښت د ساتنې او په نورو برخوکې ژور اصلاحات راغلل. دغو اصلاحاتو د تېرو سلو کلونو په بهیر کې خپل ارزښت ساتلی دی. د افغانستان نوی نسل ته په کار ده چې له تاریخ څخه ښه زده کړه وکړی او له تېرو تجربو څخه د یوې پانګې په توګه کار واخلی. موږ باید د راتلونکو موفقیتونو د ترلاسه کولو لپاره پخوانی تجارب او د تاریخ لوست مخې ته کېږدو. د خپلواکۍ له ګټلو وروسته، د غازی امان الله خان له خوا هغه مترقی او روښانه څپرکی چې د ګران هېواد،افغانستان نېکمرغه راتلونکی یې تضمیناوه؛ نه دی بشپړ شوی،هیله ده چې اوسنی نسل به دغه نا تمام څپرکی بشپړ کړی. په دغې مقاله کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ په اصلاحاتو بحث او څېړنه شوې ده.

د امانیه دورې اصلاحات :

غازی امان الله خان د خپلواکۍ له اعلام او له انګرېزانو سره د حساب له پاکولو وروسته په  کورنیو اصلاحاتو لاس پورې کړ.د افغانستان له خلکو سره د پرمختګ هیله وه، ډېر په کلکه یې د دولت ملاتړ وکړ او ټولو اصلاحاتو ته یې په عمل کې ښه راغلاست ووایه. لکه څنګه چې د افغانستان پتمن ولس له انګرېزانو سره په خپل سرو مال هڅې وکړې، هماغسې یې د نوی معارف د خپرولو، په خپلو مالیاتی ورکړو او د اعانې په ورکولو سره چې د معارف اعانه بلل کېده برخه واخیسته او د سړکونو په غځولو کې په خپله خوښه حاضر شول او له نویو صنایعو او له نوی نظام څخه یې په کلکه ملاتړ وکړ آن دا چې د هېواد ښځو په هېواد کې د ننه په ښوونځیو، د ارشاد النسوان  جریدې په خپرولو، د ښځو د ملاتړ ټولنې په جوړولو او نورو چارو کې برخه واخیسته. په عمومی توګه خلکو په دغو ټولو اصلاحاتوکې پرته له هېڅ تعصب ، زور، دود پالنې او کوم منفی غبرګون څخه، له خپل ځوان دولت څخه ملاتړ وکړ.  په دې توګه پاچاه وکولای شول چې خپل اصلاحات په لومړی پړاو کې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۴ پورې په بریالیتوب اوپه  زړورتوب، د بهرنیو دسیسو او ارتجاعی قوتونو له مخالفت سره سره تطبیق کړی، خو د اصلاحاتو دوهمه مرحله چې له ۱۹۲۷ څخه وروسته زور ورباندې واچول شو، د هغو له ډېرو لویو ګټورتوبونو سره سره په نطفه کې شنډه شوه. دا ځکه چې هغه مهال ولس د فکری نبوغ، له روڼتیا او ویښتابه او له عصری اصلاحاتو سره د آشنایۍ له پلوه له خپلې زمانې څخه وروسته و. له بلې خوا مکار او حیله ګر دښمن په کمین کې و. استعمارچیانو لا هم نه غوښتل چې افغانستان د ترقۍ په لاره  ګام اوچت کړی.استعمار غوښتل چې د افغانستان هغه ځوان او مترقی دولت چې هم یې دوی ته ماتې ورکړی او هم  یی د دوی  نړیوال تکبر له خاورو سره برابر کړى دى، بېرته معدوم او دغه هېواد بېرته د تیارواو وروسته پاتې والی کندې ته وغورځوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید