روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د اوبو ستونزه لومړی باید له کوم ګاونډی هېواد سره حل شی؟

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی ،چې له ګاونډیانو سره ډېرې شریکې اوبه لری. د دې هېواد د اوبو له پنځو حوزو، څلور یې نړیوالې دی.د اوبو د ښه مدیریت او په دې اړه د ستونزو د کمولو لپاره، افغانستان ته په کار ده، چې له خپلو ګاونډیانو سره د اوبو د ستونزو په حل کولو پیل وکړی، چې په راتلونکی کې یې ستونزې کمې شی او په نورو مهمو ملی او نړیوالو مسایلو باندې تمرکز ته لاره پرانیستل شی.د اوبو د مسئلې په حل کې ځنډ او راتلونکی ته یې پرېښودل د ګټې پر ځای نور هم زیانونه رسولی شی او ځینې ګاونډیان په همدې دلیل په افغانستان کې لاسوهنې ته دوام ورکوی او یا یې توجیه کوی.راځئ پر دې وغږېږو ،چې افغانستان باید لومړی له کوم ګاونډی هېواد سره د اوبو پر ستونزه خبرې وکړی.

په دې لړ کې باید لومړى د افغانستان د اوبو پنځه حوزې وپېژنو.

د اوبو لومړۍ حوزه: د افغانستان د اوبو تر ټولو لویه حوزه د هلمند سېند حوزه ده، چې نړیواله یا شریکه برخه یې تر نورو حوزو ډېره کوچنۍ ده.

له همدې امله د دې حوزې د اوبو د ستونزې حل کول یو څه آسانه و. شاید همدا دلیل به و، چې پخوانی صدر اعظم موسى شفیق لومړی د دې حوزې د ستونزې په حل کار پیل کړ او په ۱۹۷۳ م کال کې یې حل کړه، خو وروسته له هغې د اقلیمی بدلون ستونزې د اوبو سایکل یا څرخ یو څه اغېزمن کړی، نو له همدې کبله نه یوازې ایران شکایتونه پیل کړی، بلکې په افغانستان کې دننه د همدې حوزې لاندینۍ سیمې هم ورڅخه زیانمنې شوې دی.

د هلمند پوهنتون د استاد ښاغلی محمد موسى عالمی د څېړنو پر اساس، بیا هم ایران له دې حوزې څخه له ۴۰ سلنې ډېرې اوبه ترلاسه کړې دی.

ایران مصنوعی څاګانې او کانالونه ورته جوړ کړی ،چې اوبه بلې سیمې ته انتقال کړی.د ایران په خاوره کې مصنوعی څاګانې له سټلایټ څخه په اخیستل شویو انځورونو کې له ورایه ښکاری.

له بده مرغه مصنوعی څاګانو د هلمند هامون تر ډېره بریده له منځه وړی او په دې سیمه کې یې د ژویو ژوند مختل کړی.

دا چې افغانستان پر خپلو اوبو کنټرول نه لری ، نو ایران له ټاکل شوې کچې د ډېرو اوبو په ترلاسه کولو عادت شوی.

په کرنیزو محصولاتو او نورو برخو کې یې پانګونه هم له ټاکل شوې کچې ډېره کړې.

اوس یې چې د وچکالۍ په موسم کې اړتیا نه پوره کېږی ، نو له همدې کبله یې شکایتونه پیل کړی او غواړی له افغانستان سره بیا د اوبو پر سر بحث وکړی.

په دې حوزه بیا ځلې بحث یو څه ستونزمن کار دی او قوی دیپلوماسۍ او لوړې تخنیکی پوهې ته اړتیا لری ، چې افغان دولت تر اوسه دا وړتیا نه لری.

که چېرې بیا هم افغان دولت له ایران سره د اوبو په اړه بحث ته حاضریږی ، نو په کار ده چې تر ټولو د مخه لاندې شرایط په ایران ومنل شی:

لومړی: د هلمند د تړون پر اساس، افغانستان هره ثانیه ۴ متره مکعبه اوبه د حسن نیت او ګاوڼدیتوب لپاره ایران ته وړیا ورکوی.

ایران په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغان دولت له مخالفینو ملاتړ کړی او له افغانانو سره یې هېڅ راز حسن نیت نه دی ښودلی، نو افغان دولت باید دا عاطفی برخه ترې بېرته را وګرځوی او یوازې د ملی ګټو پر اساس ورسره معامله وکړی.

له بده مرغه په ایران کې د افغان مهاجرینو له موضوع څخه دې هېواد ډېره ناوړه ګټه ترلاسه کړې، نو ځکه باید افغانستان لومړی د دې ستونزه، یعنې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو برخلیک مالوم کړی.

دویم: د بی بی سی فارسی وېبپاڼه کې د یوې ایرانۍ متخصصې آغلې فرزانې بذرپور د لیکنې پر اساس، ایران کولای شی له افغانستان څخه اوبه په پیسو واخلی.

آغلې بذرپور د نورو نړیوالو تړونونو پر بنسټ د هر متر مکعب اوبو بیه ۵۰ سنټه اټکل کړې، چې د کال ۱۳۲ میلیونه امریکایی ډالره کېږی، نو که چېرې افغان دولت بیا ځلې د هلمند سېند د اوبو پر سر مذاکره کوی، لومړی باید له ایران څخه د هغو اضافه اوبو پیسې وغواړی چې د مخه ایران ته بهېدلی.

درېیم: باید د هلمند تړون د اوبو په کچه کې یوازې د اقلیمی بدلون اغېزه وضع شی او له تړونه ډېرې اوبه ایران ته ورنه کړل شی.دا ځکه چې په راتلونکی کې بیا اوبو ته د افغانستان خپله اړتیا نه پوره کېږی. که چېرې اوس په موقت ډول اوبه پر ایران پلورل کېږی، نو باید بیه، موده او نور شرایط یې په روښانه ډول وټاکل شی.

څلورم: د دې لپاره چې افغانستان ایران ته د اقلیمی بدلون دستونزې په شتون کې د لاسلیک شوی تړون په اساس اوبه برابرې کړی باید ایران، له افغان لوری سره د ذخیروی بندونو په جوړولو کې مرسته وکړی.

له دې سره به افغانستان وکړای شی ،چې د وچکالۍ په وخت کې له زیرمه شویو اوبو څخه ګټه واخلی.

د اوبو دویمه حوزه:

د افغانستان د اوبو دویمه لویه حوزه د آمو سېند دی. د دې سېند ۳۵ سلنه اوبه له افغانستان څخه جوړیږی.

د آمو سېند ډېرې اوبه لری او ډېر هېوادونه یې لاندې کړی، نو دا حوزه یوه ستونزمنه حوزه ده، چې حل کول یې د ټولو ښکېلو هېوادونو ګډ کار ته اړتیا لری.

افغانستان له پخوانی شوروی اتحاد سره په ۱۹۴۶ م کال کې د آمو سېند په اړه یو تړون لاسلیک کړ چې پر اساس یې افغانستان کولای شی له آمو سېند څخه په کال کې تر ۹ میلیونو متره مکعبه پورې اوبه واخلی.

د دې تړون قانونی حیثیت د منځنۍ آسیا د هېوادونو له آزادېدو وروسته زیانمن شوی، خو کېدای شی د افغانستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو تر منځ د خبرو او حساب کتاب لپاره یو اساس وګڼل شی.

سربېره پر دې هم په اوسنیو شرایطو کې د دې حوزې د ټولو ګډو هېوادونو قانع کول یو څه ستونزمن کار دی.

د اوبو درېیمه حوزه: د مساحت له پلوه د افغانستان د اوبو درېیمه حوزه د کابل سېند حوزه ده ، چې اوبه یې له ډیورنډ کرښې اوړی او بیا له کشمیر او پنجاب څخه له راوتلو اوبو سره له یو ځای کېدو وروسته د هند بحر ته بهېږی.

دا حوزه د کابل – اندس حوزې یوه برخه ګڼل کېږی چې په کې د هند ، کشمیر او پاکستان سیمې هم راځی.

دا چې ډیورنډ کرښه حقوقی ستونزې لری ، نو د دې حوزې د اوبو وېش هم ترې اغیزمن کېږی.

بل پلو بیا د کونړ په سیمه کې د چترال اوبه هم له ډیورنډ کرښې د افغانستان خاورې ته را اوړی او د کونړ سېند سره یو ځای کېږی.

د یادولو وړ ده ، چې د ډیورنډ له کرښې وېش د اوبو د ساحې په اساس شوى، یعنې د کومې سیمې اوبه چې د افغانستان خواته ماتې دی هغه سیمه د افغانستان، او د کومې سیمې اوبه چې د برېتانوی هند خواته ماتې وې هغه د دوی خاوره وګڼل شوه، خو د چترال په برخه کې دا کار نه دی عملی شوی او داسې بېله شوې، چې اوبه یې د ډیورنډ له کرښې د افغانستان خوا ته راځی.

دا ټول هغه لاملونه دی، چې د دې حوزې د اوبو موضوع یې د افغانستان د اوبو د نورو حوزو پرتله ستونزمنه کړې او ممکن تر ټولو وروسته یې په اړه کومه پرېکړه وشی.د اوبو په اړه د پاکستان اوسنی شکایتونه د ډیورنډ کرښې په اړه له یوې دایمی پرېکړې د مخه هېڅ قانونی بڼه نه شی لرلی.سربېره پر دې، که چیرې د ډیورنډ کرښې مسئله حل شی ، بیا د کشمیر اوبه له کابل سېند سره ګډېږی او د آمو د سېند بڼه غوره کوی چې حل یې یو څه آسانه کېږی.

د اوبو څلورمه حوزه:

د افغانستان د اوبو څلورمه حوزه د هریرود سېند حوزه ده، چې له ایران او ترکمنستان سره شریکه ده.

له دې حوزې ایران ته لږې اوبه اوړی. د هریرود پر اصلی سېند، چې د ایران او ترکمنستان پوله جوړوی، دواړو هېوادونو د افغانستان له اجازې پرته په ګډه یو لوی بند جوړ کړی.

د دې حوزې د بالا مرغاب د فرعی برخې اوبه یوازې ترکمنستان ته اوړی. دا چې اوسمهال د افغانستان او ترکمنستان اړیکی تر نورو وختونو په ښه پړاو کې دی، نو د افغان دولت لپاره به له ترکمنستان سره مذاکرات ډېر آسانه وی.

وروسته له دې د همدې حوزې دویمه برخه، یعنې د هریرود سېند، چې ایران هم په کې شاملیږی، د بحث لپاره ښه انتخاب دی.

دا حوزه چې شریکان او ستونزې یې لږې دی، د افغان دولت لپاره ښه پیل او د اوبو د ډیپلوماسۍ په برخه کې ښه تجربه کېدلی شی.

د اوبو پنځمه حوزه:

د افغانستان د اوبو پنځمه حوزه ، چې اوبه یې بهر ته نه وځی، شمالی حوزه ده. دا حوزه د افغانستان دسرپل، بلخ، سمنګانو او جوزجان ولایتونه او د بامیانو یو څه سیمه تر پوښښ لاندې راولی.د اوبو کچه یې کمه ده او د هندوکش غره له لمنو سرچېنه اخلی. د دې حوزې اوبه د افغانستان په کور دننه خلاصیږی او له ګاونډیانو سره شریکې نه دی.دا یوازنۍ حوزه ده ، چې له ګاونډیانو سره هېڅ ډول خبرو اترو ته اړتیا نه لری او ټولې ستونزې یې حل دی.پورتنیو ټکو ته په پام سره افغان دولت ته په کار ده، چې د آسانتیا لپاره، لومړى له ترکمنستان سره د اوبو مسئله حل کړی. په دویم پړاو کې د هریرود سېند د اوبو وېش تر نورو حوزو آسانه دی.ورپسې کولای شی د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د آمو په سېند ګډ کار وکړی، چې د هر هېواد د اوبو برخه وټاکل شی. د هلمند په حوزه بحث، هغه وخت ګټور دی، چې ایران د افغانستان پورتنی ذکر شوی شرطونه ومنی او تر هغې باید افغان لوری خپلو پراختیایی پروژو ته په نورمال ډول دوام ورکړی. او په پای کې دا چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اړه تر یوې دایمی هوکړې مخکې د اوبو بحث ګټه نه لری.

یوازې د بشری مرستو لپاره افغان دولت کولای شی د سیلابونو پر وخت له ډیورنډ کرښې لاندې برخې ته احوال ورکړی، چې د تلفاتو مخنیوی وشی.

دا چې افغان دولت څرنګه دا کار تر سره کړی، ډېرو قانونی پړاوونو او نویو تخنیکی مطالعاتو او څېړنو ته اړټیا ده، چې د نړیوالو قوانینو په اساس باید عملی شی.

عاصم مایار د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد

ممکن است شما دوست داشته باشید