روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان خودکفایی او بىن المللی همکاری

په ۲۰۰۱ لمرىز کال د امرىکا د متحدو اىالتونو په نىوىارک ښار کې پر سوداګرىز مرکز او ځىنو نورو سىمو د ترهګرىزو برىدونو (د سپټمبر د ىوولسمې پېښې) څخه وروسته، د باثباته افغانستان لپاره سىمه ىىزه اجماع ىو دمی رامنځته شوه. ىو دمی په دې مانا چې د دې لپاره مخکې له مخکې کومه هىله، وړاندوىنه او پلان نه و، ځکه نو ورڅخه موثره او اعظمی استفاده ونشوه.

هغه مهال داسې وانګېرل شوه چې دغه برىدونه په افغانستان کې مېشتو ترورىستی ډلو چې مشری ىې اسامه بن لادن کوله او هغه مهال داسې وىل کېدل چې په افغانستان کې مېشت دى پلان کړی. له همدې امله دامرىکا متحدو اىالتونو په افغانستان کې د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه د طالبانو امارت ړنګ کړ، نړىواله ټلواله ىې د ځان ملګرې کړه او افغانستان ته له سوله ساتو نړىوالو ځواکونو سره راغلل.

دغه مهال افغانستان هېڅ څه نه  لرل، ځکه د شوروی د ىرغل پرمهال شوىو او راوروسته کورنىو جګړو هر څه له منځه وړی او وىجاړ کړی وو. نړىوالې ټولنې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې اعلان کړې. د نظام جوړولو لپاره ىې بېلابېلې خواوې سره را جرګه کړې او موقت حکومت ىې د ولسمشر کرزی په مشرۍ د بن د ناستې د پرېکړې په اساس جوړ کړ.

ورپسې منځمهاله او بىا اوږدمهاله اداره جوړه شوه او ترڅنګ ىې د ملی اردو، اساسی قانون او نورو د اىجاد برخې ته توجه وشوه، افغانستان کرار کرار د خپلو نړىوالو ستراتىژىکو متحدىنو پر مټ خپل بنسټونه ورغاول، مګر لا هم دومره ظرفىت موجود نه وو چې افغانستان خپل لومړىتوبونه او زىربناوې تشخىص او د نړىوالو تموىلوونکو په همکارۍ جوړې کړی، له دې امله شوې مرستې په اساسی توګه ونه لګول شوې.

د ولسمشر کرزی د دىارلس کلنې واکمنۍ پرمهال د مافىا، فساد او نورو لاملونو له امله له افغانستان سره د نړىوالو علاقمندی کمه شوه او دوى دې نتىجې ته ورسېدل چې په افغانستان کې د دوى پانګونه بې ګټې ده، ځکه د هېڅ بدلون او ښه والی څرک نه لىدل کېده، د حکومت لوړ پوړی چارواکی او مقامات په فساد کې مستقىم ښکېل وو.

مګر په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو وروسته ولسمشر غنی نړىوال دې ته قانع کړل چې افغانستان په پانګونه ارزی، دلته بدلون او ښه والى ډېر ژر راتلونکى دى او د خپل پىاوړی منطق او برنامو پر بنسټ ىې نړۍ قانع کړه او ىو ځل بىا ىې له افغانستان سره د نړۍ او سىمې د مرستې او همکارۍ اجماع او ژمنې تازه کړې.

ولسمشر غنی نړۍ ته واضح ووىل، چې موږ بېدرېغه نړىوالې مرستې نه غواړو او نه هم ستاسو مرستې د اوږدمهال لپاره زموږ ستونزې حلولى او موږ په پښو درولى شی، بلکې د دې لپاره باىد دوه اړخىز تعهد موجود وی. زموږ تعهد دادى چې موږ به کال په کال پرمختګ کوو، سمون او بدلون به راولو، تاسو به هغه څارئ او اندازه کوئ او بىا به هغو ته په کتو د افغانستان د خودکفاىۍ لپاره په ګډه بل ګام اخلو. د راتلونکی کال لپاره به خپلې قدمې ټاکو. له همدې امله افغانستان د نړىوالې ټولنې له پلان سره سم روان دى اوتر دې مهاله ىې  له دوى سره کړې ټولې ژمنې پرځاى کړې دی.

لنډه دا چې د با ثباته افغانستان لپاره دغه ډول نړىوال تعهد، سىمه ىىزې همکارۍ او همغږی مهمه او ضروری ده چې ولسمشر غنی په دې وروستىو کې رامنځته کړه.

اېمل پىاوړى

ممکن است شما دوست داشته باشید