د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې هر کلی وکړ.یاده غونډه د دوشنبې په ورځ د اېټالیا په پلازمینه روم ښار کې جوړه شوې وه.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وېیلی، چې په یاده غونډه کې د داعش د (خراسان څانګې) پر ضد د افغان حکومت د هڅو ستاینه شوې ده.په اعلامیه کې راغلی: (( د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د دغه غونډې د پایلو د هرکلی ترڅنګ د نړیوال تروریزم پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او یو ځل بیا په دغه برخه کې پر هر اړخیزه، سیمه ییزه او نړیواله مبارزه ټینګار کوی.))د بهرنیو چارو وزارت وېیلی، چې د دغه نړیوال ایتلاف په اعلامیه کې د داعش پر ضد پر پراخې او هر اړخیزې مبارزې ټینګار شوی دی.د افغانستان د ملی امنیت عمومی رییس احمد ضیاء سراج د روان کال په غوایی میاشت کې ووېیل ،چې افغان امنیتی ځواکونو په تیرو کلنو کې ۴۰۸ بهرنی داعشیان نیولی دی.نوموړی د یو مطبوعاتی کنفرانس پر مهال ووېیل ،چې نیول شوی داعش وسله وال د ۱۴ هېوادونو اتباع دی، چې پر وینا یې اکثره یې پاکستانیان دی.نوموړی زیاته کړه ،چې د نیول شوو شویو داعشیانو د برخلیک په اړه له اړوندو هېوادونو سره مذاکرات پیل شوی دی.ښاغلی سراج ووېیل، چې په نیول شویو کسانو د داعش ډلې د غړو ۱۷۳ ښځې او ماشومان هم شامل دی.