روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان بانک پولی سیاست؛د اسعارو د تبادلې نرخ او د اسعارو د ارزښت ټیټېدل

په دغو وروستیو کې د افغانیو نوسان د رسنیو او عامو افغانانو پام ځان ته اړولی دی. له همدې امله، د افغانستان بانک اړینه بولی چې د یادې موضوع په تړاو توضیحات وړاندې کړی. که څه هم دا یو منفی لرلید دی، د اسعارو نوسان د هېوادونو په اقتصادونو کې تر ډېره یوه عامه پېښه ده او پېښېدل یې یو شمېر لاملونه لری؛ خو د افغانۍ د نرخ د ټیټېدو اصلی لامل په هېواد کې اوسنۍ اقتصادی او سیاسی بې ثباتی ګڼل کېږی.

اجازه راکړئ چې دا واضح کړم چې د اسعارو د تبادلې نرخ څه ته وایی او پر اقتصاد یې اغېزه څه ده؟ د اسعارو د تبادلې نرخ  د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د هېواد د پولی واحد ارزښت ته ویل کېږی. په ساده ژبه، په بهرنیو اسعارو د کورنیو پیسو پیرل او پلورل دی. په حقیقت کې دا د یو هېواد د سالم اقتصاد یو له تر ټولو مهمو ټاکونکو عواملو څخه دی. د اسعارو نوسان د یو هېواد د سوداګرۍ پر بیلانس اغېزه کوی. د لوړ ارزښت لرونکی اسعار د یو هېواد د وارداتو ارزښت راټیټوی او برعکس په نړیوالو بازارونو کې د صادراتو د ارزښت د لوړېدو لامل ګرځی او پر ټیټ ارزښت لرونکو اسعارو منفی اغېزه لری.باید وویل شی چې افغانستان هېڅکله د اسعارو د تبادلې د ټاکلی نرخ سیستم نه درلود. دا په دې معنی ده چې د افغانستان بانک اجازه ورکړې، چې افغانۍ د مبادلې په بازارونو کې د افغانۍ او بهرنیو اسعارو د عرضې او تقاضا پر بنسټ نوسان ولری. د دې یادونه خورا مهمه ده چې د اسعارو د نرخ لوړوالی او ټیټوالی په بېلابېلو عواملو او په ځانګړې توګه د هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو پورې تړاو لری. همدا ډول، انفلاسیون، د تکټانې د نرخ توپیرونه، د جاری حساب کسر، عامه پور او اقتصادی کړنې یې نور لاملونه ګڼل کېږی. غواړم په دې برخه کې ځینې نړیوالې ستونزې او موضوعات وړاندې کړم.د اسعارو د ارزښت د زیات راټیټېدو یوه بېلګه په ۲۰۱۸ کال کې د ترکی لېرې ارزښت دی چې ۲۰ سلنه ټیټوالی یې موندلی و. د یاد چټک ټیټوالی ځینې لاملونه په لاندې ډول دی: لومړی لامل یې د لېرې د ارزښت د ټیټوالی په دوام د ترکی کمپنیو لخوا په امریکایی ډالرو او یورو د پورونو د ورکړې د ناتوانۍ په برخه کې د پانګوالو وېره وه. دویم لامل یې د ترکیې د المونیمو او فولادو  په صنعت د ټرمپ لخوا د دوه برابره ګمرکی تعرفو د وضع کولو تصویبول وو. همدا ډول، د دې هېواد مرکزی بانک د ټکټانې نرخونو د لوړوالی مخه ونیوله، حال دا چې یاد بانک د بهرنیو اسعارو کافی زېرمې نه لرلې، چې د بهرنیو اسعارو په مارکیټ کې سیالی وکړی. له دې وروسته ترکی لېرې تر ۲۰۲۰ م کال پورې ۲۶ سلنه ټیټوالی وموند او له ۲۰۱۷ زیږدیز کال راهیسې یې له ۵۰ سلنې زیات ارزښت له لاسه ورکړ. تر دې هم لویې بېلګې په دې څو وروستیو کلنو کې د ایرانی ریا‌ل او ازبکستانی سوم د ارزښت ټیټیدل دی.له همدې امله افغانۍ یواځینی پولی واحد نه دی چې د کلونو په تېرېدو سره یې د ارزښت له پلوه ټېټېدونکی بهیر لرلی دی. لکه څنګه چې یادونه وشوه، د اسعارو نرخ د کورنیو او نړیوالو اقتصادی بدلونونو له امله ټیټېږی او لوړېږی. د شپږو کلونو بهیر (چې په لاندینیو ګرافونو کې ښودل شوی) ښیی چې، د ګاونډیو هېوادونو د پولی واحدونو ارزښت هم ټیټوالی موندلی دی. د بیلګې په توګه، د امریکایی ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په ۲۰۱۰ م کال کې ۸۵، په ۲۰۱۵ م کال کې ۱۰۲ او په پایله کې په ۲۰۲۰ م کال کې ۱۶۱ ته راټیټ شو.

د افغانۍ نوسانونه

راځئ چې اوس په ځانګړی ډول د افغانۍ وضعیت وڅېړو. د تېرو کلونو په اوږدو کې د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو په پرتله د افغانۍ د ارزښت کموالی څلور سلنه ښودل شوی چې زموږ په هېواد کې د پورته ذکر شویو واقعیتونو په پام کې نیولو سره تر ډېره کم بلل کېږی. په ځانګړې توګه، افغانۍ په تېرو ۳۰ ورځو کې چټک ټیټېدونکی بهیر تجربه کړی چې د هېوادوالو ترمنځ یې اندېښنې راپورته کړی، چې د دوی دغو پر ځای اندېښنو د درک کولو ترڅنګ دا وایو چې وروستی امنیتی او سیاسی بدلونونه د افغانۍ د ارزښت د ټیټوالی بنسټیز لامل دی. په ورته وخت کې، انفلاسیون په یو رقمی کچه کې ساتل شوی دی. موږ باید په یاد ولرو چې د افغانستان بانک بنسټیزه موخه د هغو پولی سیاستونو د طرحه کولو له لارې د بیو د ټیکاو ساتل دی، چې په مالی ثبات کې مرسته کوی.

د اسعارو د تبادلې د نرخ پر وړاندې د مرکزی بانکونو دنده څه ده؟

مرکزی بانکونه په ډېرو هېوادونو کې عمده مالی ادارې دی. د انفلاسیون د مخنیوی او د پولی سیاست د ترتیبولو په مرسته د مالی ثبات ساتل د مرکزی بانکونو دنده ده. د پولی سیاست په برخه کې د مرکزی بانک پرېکړې د اسعارو د تبادلې د نرخ په ټاکلو کې خورا مهم دی. همدا ډول، مرکزی بانک د پیسو د عرضې او د ټکټانې د نرخونو په بدلولو او د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د مداخلې په کولو سره د اسعارو د نرخ په څېر د کورنی اقتصاد متحولونه اداره کوی. چې دا چاره د اسعارو د تبادلې د نرخونو د تغیر لامل ګرځی. مرکزی بانک د اسعارو د تبادلې په بازار کې د اسعارو د پیر او پلور په موخه د خپلو کورنیو او بهرنیو اسعارو له زېرمو ګټه اخلی.د افغانستان بانک په بازار کې د اسعارو د نرخ تبادله خپله موخه نه ګرځوی. که څه هم، د افغانستان بانک د لوی اقتصاد پر نورو شاخصونو د پام وړ اغېزې په پام کې نیولو سره د اسعارو د تبادلې بهیر له نږدې څاری، چې د اسعارو د تبادلې لوی نوسانونه راکم کړی. د سترو پولی واحدونو پر وړاندې د افغانۍ د تبادلې نرخ ډېر کم نوسانونه تجربه کړی دی. د ۲۰۲۱ م کال له پیل راهیسې، د افغانۍ ارزښت ۰.۷۱ سلنه راکم شوی او یو امریکایی ډالر په اوسط ډول په ۷۷.۳۳ افغانۍ تبادله شوی او د می میاشتې تر پایه د تبادلې نرخ ۷۷.۶۶ افغانۍ ثبت شوی دی.

په مرکزی بانک کې موږ د پولی سیاست د موخو د ترلاسه کولو لپاره له درېیو ابزارونو کار اخلو. یاد ابزارونه  د اضافی نقدینه ګۍ د له منځه وړلو لپاره کارول کېږی چې انفلاسیون په ټاکلی حد کې پاتې شی. د پانګه ییزو پاڼو لیلام، د ازاد بازار عملیات  او د ودیعې لیلام د دغو ابزارونو اجزاوې ګڼل کېږی.

په افغانستان کې د امنیتی وضعیت د خرابېدو ترڅنګ، د کوویډ- ۱۹ ناروغی یو بل عامل دی چې د سوداګرۍ، خصوصی سکتور او تولیدی او د خدمتونو د سکتورونو په ګډون یې ټولیز اقتصاد کمزوری کړی دی. د کرونا ویروس درېیمې څپې له فزیکی او روانی پلوه پر ډېرو افغانانو اغېزه کړې ده.

په حقیقت کې، نړیوالو همکارانو په وروستیو غونډو کې د اسعارو د مبادلې د نرخ په ګډون په عمده لویو اقتصادی متحولونو کې زموږ د اوسنی حالت ستاینه کړې ده. د کریډیټ د غځونې د اسانتیا د پروګرام په اړه د پیسو د نړیوال صندوق څېړنه بریالۍ وبلله او راتلونکې مرستې یې تامین کړې. شوی، د افغانستان بانک د کافی زیرمو او ظرفیتونو په لرلو سره د هېواد د لوی اقتصاد د ټیکاو ساتلو توان لری. سربېره پر دې، د افغانستان بانک په دې ربعه کې په نورو بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دی چې د بیلګې په توګه د خپل ملی تادیاتی سیستم پراختیا یادولی شو. په پایله کې ویلی شو چې د انفلاسیون کچه ټیټه پاتې شوې، لوی اقتصاد باثباته دی او د افغانستان بانک چمتو دی چې د اقتصادی پراختیا ملاتړ وکړی.

احمدی

ممکن است شما دوست داشته باشید