د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی ،چې د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه هېواد له دفاع وزیر نورلان یرمک بایوف سره د نظامی همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.د ملی امنیت شورا پرون په بیان کې وېیلی، چې په دې هوکړه لیک کې د دواړو هېوادونو تر منځ په نظامی برخه کې ګډ تمرینونه، طبی همکارۍ، د تجهیزاتو نوی کېدل، تخنیکی او لوجستیکی ملاتړ، جنګی روزنه او نظامی اطلاعاتی همکاری شامل دی.د بیان له مخې ، د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو حوزو کې د نظامی ملاتړ لپاره دولت په دولت زمینه برابره شوه.باید وویل شی، چې حمدالله محب وړمه ورځ د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مختار تیوبردی سره هم وکتل او د عملی همکاریو، غذایی امنیت، د افغان ملی امنیتی او دفاعی سرتېریو پر تجهیز، د ګډو څواړخیزو کارونو پر پای ته رسولو او د منځنۍ او جنوبی آسیا تر منځ د همکاریو پر پیاوړتیا یې بحث او خبرې وکړې.حمدالله محب داسې مهال په دوه ورځنی سفر قزاقستان ته تللی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دری ورځې وړاندې دغه هېواد ته تللی و او له لوړپوړو قزاقی چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې.