روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان او ایرلېنډ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن پیلېږی

د کرېکټ ملی لوبډلې له خوا  په شمالی ایرلېنډ کې له کوربه هېواده ،د شل اوریز سیریز له ګټلو وروسته د افغانستان او ایرلېند لوبډلو ترمنځ د درېـو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ هم اعلان شوې ،چې نن د دوشنبې په ورځ د شمالی ایرلینډ په بیلفاسټ ښار کې پیلېږی.افغان ویکټ ساتونکى او تکړه بټسمن محمد شهزاد وایی: د لوبډلې همکاری او په انگلنډ کې پرله پسې روزنې، دوى د ایرلېنډ په وړاندې سیالیو ته چمتو کړی دی. محمد شهزاد باوری دى چې که همداسې لوبه وکړی، په یو ورځنیو سیالیو کې هم ایرلېنډ ته ماتې ورکولى شی. د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ لوبو کې افغان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې وړاندې ده، خو په یو ورځنیو کې ایرلېنډ برلاسى ښکاری. د افغان لوبډلې مورال لوړ دى او څو ورځې مخکې یې له کوربه هېواده د شل اوریزو نړیوالو لوبو لړۍ ګټلې ده. د افغانستان او ایرلېنډ تر منځ درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه د باران له کبله لغوه شوه. د ایرلنډ بریډی سیمه کې لوبڅارانو د پېچ یا د لوبې د ډګر له کتلو وروسته چې لا هم لوند او د لوبې وړ نه و، پرېکړه وکړه، چې لوبه لغوه او دا سریز د افغانستان په ګټه اعلان کړی.افغانستان په لومړنۍ لوبه کې په ۱۶ او په دویمه کې د ۸۱ منډو په توپیر سره برى ترلاسه کړى دى.د شمالی ایرلېنډ په بریډی کرېکټ کلب کې د دې لړۍ یا سیریز له پیله مخکې د ایرلېند د کرېکټ ټیم کپتان ګیری ولسن ویلی و:(( دا چې لوبې زموږ په خپلو میدانونو کې کېږی، له موږ سره په بری کې ډېره مرسته کوی.))خو تراوسه د لوبې پیچونه د ایرلېنډ د لوبډلې په ګټه نه دی تمام شوی.په شل اوریز سیریز کې بشپړې ماتې یا د کرېکټ په اصطلاح د وایټ واش د مخنیوی لپاره به ایرلېنډ پوره هڅه وکړی چې له دې لوبو یوه وګټی،خو د افغانستان د کرېکټ ټیم لوبغاړی وایی: دوى به د یو ورځنیو لوبو د ګټلو پوره هڅه وکړی:(( چې په دې ډول د شل اوریزو لوبو راتلونکی نړیوال جام ته چې په استرالیا کې کېدونکى دى په مخامخ ډول لاره پیدا کړو.))په لومړنیو دوو لوبو کې د افغانستان له لوری حضرت الله ځاځی د  ۷۴ او ۸۲ منډو په جوړولو سره تر دې دمه په سیریز کې له ټولو زیاتې منډې جوړوونکى دى او د غوره لوبغاړی جایزې یې تر لاسه کړې دی.راشد خان هم په ټولیز ډول په دوو لوبو کې د اوو لوبغاړوپه سوځولو سره له ټولو زیاتې وېکټې اخیستې دی.له شل اوره سیریز وروسته د افغانستان او ایرلېند لوبډلو ترمنځ د درېـو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم اعلان شوې ،چې نن د دوشنبې په ورځ به د شمالی ایرلینډ په بیلفاسټ ښار کې پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید