روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وشو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی هېواد ته له راستنېدو دمخه وړم مازدیګر د قرغزستان په پلازمېنه بېشکیک کې د ایران له  جمهوررییس ډاکټرحسن روحانی سره وکتل.

په دغې کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان او ایران د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا، د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع او د افغان دولت په محوریت د سولې پروسې اومنطقوی تفاهم په اړه بحث او خبرې وکړې. همدارنګه د دواړو هېوادونو د ګډو کمېټو د کار په چټکوالی هم ټینګار وشو.

ښاغلی حسن روحانی وویل: له افغان حکومت او خلکو سره زموږدوستانه مناسبات د دواړو دولتونو او ملتونو په ګټو،پر بین المللی او د دولت په  دولت  اصولو استوار دی. د زیاته کړه: ایران د افغان حکومت په محوریت د سولې پروسې په  برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

نوموړی د نېشه یی توکو د قاچاق ستونزې ته په  اشارې وویل: په دې برخه کې به له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړی. ده وویل: چابهار بندر له اقتصادی پلوه د ایران، افغانستان او هندوستان لپاره ارزښتناک دى او د انکشاف لپاره به یې ګډ کار وکړو. جمهوررییس غنی د سولې په برخه کې همکارۍ ته د چمتووالی ښودلو له امله  د ایران له  جمهوررییس څخه په مننې وویل: په دې برخه کې د ټولو هېوادونو د همکاریو ګډې همغږۍ او انسجام ته اړتیا ده. جمهوررییس څرګنده کړه: افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د تروریستی ډلو او ګروپونو پر ضد د مبارزې ترڅنګ د نېشه یی توکو د پروسس او قاچاق د مخنیوی لپاره اقدامات کړی او په دې برخه کې به عملیات ادامه ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید