روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکارۍ پر نوی فصل خبرې وشوې

د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په مشرۍ د یاد هېواد بین الوزارتی پلاوی سره، دویمه غونډه ترسره شوه.په دغه غونډه کې چې وړم مازدیګر په ارګ کې وشوه، د جمهوری ریاست مرستیالانو او د کابینې غړو هم حضور درلود، په بېلابېلو برخو په ځانګړی ډول د سیاسی، اقتصادی، دیپلوماتیکو او امنیتی اړېکو د دوام په برخو کې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاری د نوی فصل پر بنیاد تفصیلی خبرې وشوې.د امریکا متحدو ایالتونو بین الوزارتی پلاوی یو ځل بیا په یادو شویو برخو کې له افغانستان سره د مرستو په موخه د دغه هېواد د حکومت تعهد څرګند کړ. جمهوررئیس غنی د یادو مرستو د دوام قدردانی وکړه وې ویل، د افغانستان د اړیکو نوی فصل به له بین المللی ټولنې په ځانګړی ډول زموږ د ستراتیژیک همکار امریکا متحدو ایالتونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا لامل وګرځی او د دواړو هېوادونو دولتونه به خپلو بحثونو ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید