روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان اسلامی امارت: د داعش پر وړاندې مو مبارزه جدی ده

د افغانستان د اسلامی امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معیین ذبیح الله مجاهد پرون په خبرې کنفراس کې وویل ، چې د داعش پر وړاندې د دوی مبارزه جدی ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړی، چې د هېواد امنیت مختل کړی.نوموړی زیاته کړه، چې په افغانستان کې داعشیان د عراق او سوریې داعشیان نه دی، بلکې دلته ځینې کسان دی، چې د نورو په لمسون او ملاتړ اشوب جوړوی، چې د مخنیوی لپاره یې ګړندی ګامونه اخیستل کېږی.د هغه په وینا داعش په افغانستان کې اصلاً وجود نه لری، خو په خبره یې په ځینو ځایونو کې که فعالیتونه کوی او بیرغونه پورته کوی، پر وړاندې به یې جدی اقدامات وشی.ښاغلی مجاهد دا خبرې هم په کلکه رد کړې، چې ګنې د مخکنی حکومت ځینې امنیتی کسان له داعش سره یو ځای شوې دی.مجاهد ووېیل: (( زه دا خبرې ردوم، ځکه داعش د یوې ځانګړې تکفیرې مفکورې خلک دی، له هغوی سره د افغانستان هېڅ طبقه جوړه نه راځی.))د اسلامی امارت د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د جګړې د پای لپاره یې د داعش سره خبرې کړې که نه، زیاته کړه، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی، اسلامی نظام قایم او نور چا ته د جګړې جواز او اجازه نشته.په دې خبرې کنفراس د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست ویاند خلیل همراز ووېیل، په تېرو درېیو میاشتو کې ۶ داعش ته منسوب کسان، ۸۲ انسان تښتوونکی، لسګونه مافیایی او نورو مجرمین نیول شوی دی.نوموړی زیاته کړه، چې استخباراتی پرسونل د هېوادوالو د امنیت په خاطر شپه ورځ هلې ځلې کوی، په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یې واحدونه او ادارې فعالې دی او تر ډېره بریده ورسره د جنایتونو کچه راکمه شوې ده.همراز په وروستیو کې د ځینو امنیت ستونزو د رامنځ ته کېدو په اړه و ویل، د اسلامی امارت له خوا د کابل او نور ولایتونو د نیولو پر مهال کابو ۱۸ سوه داعشیان چې په زندانونو کې و، لسګونه مافیایی غړی او نور مجرمینو له زندانونو څخه فراره کړی و، چې وروسته یې د ځینو استخباراتی کړیو په مرسته ځینې ستونزې رامنځ ته کړې.همدارز نوموړی زیاته کړه، چې د دې تر څنګ ځینه غله، مجرمین او د مافیایی بانډونو کسان ،چې له مخکې مسلحه کړل شوی و، د ځینو کړیو په اشاره د امنیت ضد شول، چې ځینې ستونزې رامنځ ته شوې.خو پر وینا یې له دې سره سره د اسلامی امارت ځواکونو وتوانېدل، چې تر ډېره بریده د جنایتونو، موټر بم او واسکټ بریدونو مخنیوی له وړاندې وکړی او ځینې ښې لاس ته راوړنې ولری.نوموړی ووېیل: (( په تېرو درېیو میاشتو کې موږ ۶ داعش ته منسوب کسان، ۸۲ انسان تښتوونکی نیولی، ۳۳ داعشیان وژل شوی او ۱۲ برمته کسان راخوشی کړل شوی دی، دغه مو د څو موټر بم او واسکټی بریدونو مخنیوی کړی دی.))د دې تر څنګ د طالبانو د استخباراتو ویاند زیاته کړه، ۲۷۰۶ مخرب کسان ،چې د طالبانو لیکو ته ننوتی و، ۲۰۳ یې ترې بېرته ایستل شوی او د نورو په اړه هم څېړنې روانې دی.په ورته وخت کې نوموړی زیاته کړه، چې د غلو، نشه یی توکو د پلورونکو او نورو جنایاتونو لسګونه عاملین هم د استخباراتو او کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوی، چې د ځینې دوسیې بشپړې شوې او پر ځینو کار روان دی.همدارنګه همراز وویل، چې د کورنیو چارو وزارت ۲۶۷ تنه د جعلی پاسپورټونو، تذکرو او نورو اسنادو د جوړلو په تړاو نیولی، چې دا مهال په زندان کې دی.د استخباراتو لوی ریاست ویاند د مجرمنیو او جرمنو د نیولو په برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې دوی ۱۰۰۱ شمېره فعاله کړې او په دې د خلک معلومات ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید