د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د عمران خان نورو تازه څرګندونو په افغانستان کې سخت حساسیتونه را پارولی دی، ده ویلی، چې ګنې افغان حکومت د سولې د خبرو په مخ کې خنډونه را ولاړوی او دا خبرې هله بریالۍ کېداى شی، چې د ده په خبره افغانانو ته (( موقت حکومت )) جوړ شی. د عمران خان تازه څرګندونو ته هم د افغانستان د کورنىو چارو پخوانی وزىر او په راتلونکو ولسمشرىزو ټاکنو کې د ولسمشر غنی لومړی مرستىال امرالله صالح، سخت غبرګون ښوولى دى. ده د خپل ټوېټر په پىغام کې لىکلی : (( د پاکستان لومړى وزىر د افغانستان د اساسی قانون لغوه کېدل او د دىموکراتىک سىستم تخرىبېدل د هغې لارې په توګه ىاد کړى، چې په اصطلاح د سولې په بن بست کې پرمختګ وشی.))د افغانستان ولسمشرۍ ته بل کاندید حنىف اتمر، هم د عمران خان څرګندونو ته غبرګون ښوولى دى. هغه په خپل ټوېټ کې لىکلی: (( د پاکستان د لومړی وزىر عمران خان له لوری وروستۍ څرګندونې د افغانستان په داخلی چارو کې لاسوهنه ده. افغانستان ىو خپلواک هېواد دى او افغانان زموږ د هېواد د راتلونکی حکومت او سىاست په هکله پرېکړه کولاى شی، نه د ګاونډىو هېوادونو مشران.))ىوې پاکستانی رسنۍ رپوټ ورکړى چې لومړی د پاکستان وزىر عمران خان د افغانستان د سولې بهىر د بن بست د ماتىدو له پاره د موقتې ادارې رامنځ ته کېدل، د حل ىوه ممکنه لاره بللې ده. دې څرګندونو په افغانستان کې سخت غبرګونونه راپارولی دی. له پاکستان څخه خپرىدونکی د «اىکسپرس ټرىبىون» په نوم انګلىسی ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لىکلی چې عمران خان د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م د مارچ ۲۵مه) په خپل دفتر کې خبرىالانو ته وىلی چې د افغانستان د سولې د روانې پروسې د بن بست ماتولو ىوه ممکنه لاره په دغه هېواد کې «د موقتې ادارې » رامنځ ته کېدل دی.دې رسنۍ د عمران خان په حواله لىکلی : (( افغان حکومت د سولې د پروسې په برخه کې خنډ و او پر دې یی ټىنګار کاوه چې طالبان باىد له دوى سره [مستقىمې] خبرې وکړی.))د عمران خان د خبرو اشاره د قطر په پلازمىنه دوحه کې د طالبانو او امرىکاىی استازو تر منځ د سولې روانو خبرو ته ده. د تېر کال له پاى راهىسې د امرىکا د پخوانی سفىر او د سولې په چارو کې د واشنګټن د اوسنی ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد، په مشرتوب ىو امرىکاىی پلاوى د طالبانو له استازو سره خبرې کوی چې د افغانستان روانې جګړې ته سىاسی حل لاره ومومی، خو په خبرو کې د افغان حکومت کوم استازى شتون نه لری، ځکه طالبان اوس هم له دې ډډه کوی چې له کابل سره مستقىمې خبرې وکړی. د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی اداره بىا ټىنګار کوی چې د «با عزته او پاىدارې» سولې د راتلو لپاره باىد د سولې بهىر د افغانانو په مشرۍ او د دوى تر منځ وی.دا په داسې حال کې ده چې د اىکسپرېس ټرىبىون په رپوټ کې د عمران خان له قوله وىل شوی چې د افغانستان د سولې پروسه ىوازې هغه وخت برىالۍ کېداى شی چې ىو بې طرفه موقتی حکومت موجود وی چې داسې آزادې او شفافې ټاکنې وکړی چې ټول ښکىل اړخونه پکې برخه ولری. د پاکستان لومړی وزىر وىلی : (( دا چې د مؤقت حکومت جوړېدل به څومره وخت ونىسی ،چې آزادې ټاکنې وکړی، په هکله ىی څه نه شم وىلى.))ولسمشر غنی په وار وار د موقتې ادارې د رامنځ ته کېدو مخالفت کړى او پر ځاى ىې پر ولسمشرىزو ټاکنو ټىنګار کوی.د عمران خان څرګندونو ته غبرګون دا لومړى ځل نه دى چې عمران خان په افغانستان کې د نوی احتمالی حکومت د رامنځ ته کېدو خبره کوی. تر دې مخکې هم ده د مارچ مىاشتې په نىماىی کې د باجوړ په سىمه کې دې ته ورته څرګندونې کړې وې.د دې څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت ىو مستشار احضار کړى و.