روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اعلی سرقوماندانۍ غونډې د پنځو ولایتونو امنیتی وضعیت وارزاوه

 

د هېواد د ولایتونو امنیتی مسوولینو سره د غونډو په لړ کې، د جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلى سرقومندان محمداشرف غنی په رهبرۍ په دوه جلا غونډو کې د ننګرهار ، وردګ، غزنی، لوګر او بامیان ولایتونو عمومی امنیتی وضعیت وارزول شو.

په دغو غونډو کې چې د هېواد د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، په پیل کې د یادو ولایتونو امنیتی مسوولینو د عمومی امنیتی وضعیت، په اړوندو ولایتونو کې د پلانونو د تطبیق او عملیاتو په اړه جمهوررییس ته راپور ورکړ.

جمهوررییس د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو د کوښښونو د قدردانۍ ترڅنګ امنیتی مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په اړوندو ولایتونو کې کرونا ویروس سره د مبارزې او خلکو ته د رسیدګی په برخو کې جدی توجه وکړی.

 جمهوررییس د ننګرهار ولایت امنیتی مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له ټولو بنسټونو سره په همغږۍ د امنیت د تامین او مومندره ولسوالۍ کې د تهدیدونو رفع کولو لپاره اجرات وکړی.

همدارنګه جمهوررییس غنی د بامیان، وردګ، غزنی او لوګر ولایتونو مسوولینو ته دستور ورکړ چې په وردګ او بامیان ولایتونو کې د مځکو د غصب او همدارنګه بامیان ولایت کې د لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی ته جدی پاملرنه وکړی.

 جمهوررییس د لویو لارو پر امنیت او خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ وویل، د شهیدانو کورنیو ته رسیدګی او له خلکو سره له نږدې کار ته په خپلو برنامو کې لومړیتوب ورکړی

 

ممکن است شما دوست داشته باشید