روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اعلی سرقوماندانۍ غونډې د هېواد عمومی امنیتی وضعیت وارزاوه

د جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غنی په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډې پرون له غرمې مخکې د هېواد په عمومی امنیتی وضعیت بحث او ارزونه وکړه.په دې غونډه کې چې د جمهوری ریاست مرستیالانو او د اړوندو بنسټونو ارشد مسوولینو هم حضور درلود، لومړی امنیتی او دفاعی مسوولینو د هېواد د عمومی امنیتی وضعیت په اړه خپل راپور او د امنیتی مسایلو په اړه د حکومت تدابیر غونډې ته وړاندې کړل.جمهوررییس غنی او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د هغوی د راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته لازمې لارښوونې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید