د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ولسی جرګې د فرهنګی سلاکارې او خبریالې مینې منګل د وژل کېدو په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پیغام !
د خلکو دښمنانو یو ځل بیا د بشری او اسلامی ضد جنایت په ترسره کولو سره هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې، یوه ځوانه نجلۍ ووژله او د هغې په کورنۍ کې یې د روژه ماتې د دسترخوان پرځاى د غم ټغر وغوړاوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د ملی شورا د ولسی جرګې د سلاکارې او خبریالې مینې منګل د وژل کېدو له امله د هغې کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او د هېواد د فرهنګ او رسنیو کارکوونکو ته تسلیت وایی.
مینې منګل په څو ټلوېزیونی شبکو کې د ویاندې او د پروګرامونو د وړاندې کوونکې په توګه هم کار کړى او د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا د هغې وژل کېدل، د رسنیو د کارکوونکو د ژورې اندېښنې سبب شوى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد له امنیتی او دفاعی بنسټونو څخه غواړی چې د دغې پېښې د عاملینو په پېژندلو او نیولو کې هلې ځلې وکړی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خپلې ژورې ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښادې کورنۍ، دوستانو او د فرهنګ او رسنیو کارکوونکو ته څرګندوی او ارواښادې ته د الله تعالی (ج) له دربارڅخه د فردوس جنت هیله کوی.دیوبل خبر له مخې: د سىاسی چارو شنونکې او د ولسی جرګې د ىوه کمېسىون سلاکاره مىنه منګل د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شوه.
مىنه منګل پخوا د تلوېزىونی خپرونو چلوونکې وه او پر روانو سىاسی چارو ىې لىکنې کولې. د دې ګڼې لىکنې په رسنیو کې خپرې شوې دی.
د کورنىو چارو وزارت وىاند نصرت رحىمی وایی چې نوموړې پرون سهار /شنبه/ د کابل په کارته نو سىمه کې په ډزو وژل شوې او وژونکی تښتېدلی دی.
شاهدان وایی چې حمله کوونکی پر موټرساىکل سپاره وو. تراوسه د اغلې منګل د ترور انګېزه معلومه نه ده او کومې ډلې هم دې د وژلو مسوولىت په غاړه نه دى اخىستى خو د کورنىو چارو وزارت وىندوى د مىنې منګل د پلار په قول وایی چې ممکن دا پېښه د شخصی اختلافاتو په نتىجه کې شوې وی. ویل کېږی ، چې مینه منګل د ټلوېزیونی خپرونو پخوانۍ چلوونکې او د ولسی جرګې د یوه کمېسیون سلاکاره وه.