روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت متقاعد کارکوونکی وستایل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو پرون د دغه وزارت د ۱۴۰۱ لمریز کال متقاعد کارکوونکی وستایل.

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د دغه وزارت مالی، اداری او د  ګرځندوی معین مولوی سعدالدین سعید، نشراتی معین مهاجر فراهی، د فرهنګ او هنر معین مولوی عتیق الله عزیزی او د وزارت یوشمېر رئیسانو او متقاعدینو په کې ګډون کړی و.په دې غونډه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالی، اداری او د ګرځندوی معین مولوی سعدالدین سعید، د متقاعدو کارکوونکو د کړو وړو او خدمتونو قدردانی وکړه او ویې ویل: نن د هغو کسانو ستاینه کېږی چې د خپل عمر زیات کلونه یې د هېواد خلکو ته د خدمت لپاره وقف کړی وو.هغه، خلکو او نظام ته د خدمت کولو ارزښت ته په اشارې سره، وویل چې الله (ج) ته هغه خلک ډېر ښه او نږدې خلک دی چې نورو خلکو ته یې ګټه رسېږی.دغه راز، یو متقاعد کارکوونکی ګل علم ناصری د متقاعدینو په استازیتوب خبرې وکړې او د متقاعدینو د ستاینغونډې د جوړولو په خاطر یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه.ناصری، په هېواد کې د اسلامی او اصیل افغانی فرهنګ پر ودې او پراختیا ټینګار وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولین او کارکوونکی یې په فرهنګ مین خلک وبلل.د غونډې په پای کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو، د دغه وزارت ۱۴ متقاعدو کارکوونکو ته ستاینلیکونه او سوغاتونه ورکړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید