روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د دغه وزارت له معیینانو سره غونډه وکړه

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د دغه وزارت له معیینانو سره په غونډه کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د کابینې د ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ مې نېټې د ۱۱ مې ګڼې مصوبې له مخې د الف ردیف مامورینو د استخدام او ذاتی چارو سمون د مقررې د مسودې په اړه خبرې او سلامشورې وکړې.د افغانستان اسلامی جمهوریت د کابینې غونډه مصوبه داسی صراحت لری : د (الف) ردیف مامورینو گمارنې او ذاتی چارو تنظیم مقررې طرحه په اصولو کې تصویب ده؛ عدلیې وزارت ته دنده سپارل کېږی، چی د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون په مرسته طرحه د زده کړو سویې تثبیت او ارزونې څرنگوالی ته په کتو، د بست نیولو دکره معیارونو وضع کولو او د هغه لپاره د کاری تجربې مودې بیا کتنه، د وزیرانو او معیینانو دندو او واکونو تر منځ روښانه تفکیک او نافذه قوانینو سره سم د ځواب ویول او راپور وړاندې کولو څرنگوالی سم، همدارنگه د مقررې په اړه د ټولو وزیرانو، معیینانو او خپلواکه بودجوی واحدونو لویو رییسانو نظرونو راټولولو او یو کول او د افغانستان اسلامی جمهوریت جلالتماب ولسمشر تر مشری لاندې غونډی تصمیم نیولو وروسته یاده طرحه بشپړه کړی.په غونډه کې له هر اړخیز تحلیل وروسته پرېکړه وشوه چې په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنک وزارت نظر له قانون سره سم په رسمی توګه عدلیې وزارت ته واستول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید