د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوری د مطالعې فرهنګ د پیاوړی کولو په موخه د یاد وزارت د غونډو په نړیوال تالار کې د (مطالعې دود کول) تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو. دغه سیمینار چې د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معیینیت اړوند د عامه کتابتونو د یوې ورځې لپاره جوړ کړی و، ګډوانولو ته یې د مطالعې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین مولوی عتیق الله عزیزی د سیمینار ګډونوالو ته د کتاب د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې کتاب د نړۍ د پرمختګ یوازېنۍ عامل دی او بشری د مطالعې په مرسته د کمال لوړو درجو ته رسوی.ده همدارنګه وویل: افغان ځوانان چې تازه د جګړې له ګردابه را وتلی، اوس یې وار دی چې د مطالعې لپاره وخت ځانګړی او ځانونه د پوهې په ګاڼه سمبال کړی.عزیزی زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د مطالعې لپاره د زمینې او آسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او د مطالعې فرهنګ عامولو لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړی. په ورته وخت کې د عامه کتابتونو رئیس قاری عبیدالله حنیف له خلکو غوښتنه وکړه چې د ورځنیو کارونو تر څنګ دې مطالعه هم له یاده نه باسی.حنیف زیاته کړه، د سیاسی لوبو له ښکار کېدو د ځان ژغورنې یوازېنۍ لاره مطالعه ده او د خپل تاریخ او فرهنګ پېژندلو لپاره هم مطالعه اړینه ګڼل کېږی.هغه په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د دود کولو لپاره د ولس همکاری اړینه وبلله او له کورنیو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه د کتابونو مطالعې ته وهڅوی.د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې کتابونه د تمدنونو ترمنځ د وصل نقطه وبلله.دوی همدارنګه مطالعه د فرهنګی هویت ساتلو لپاره د ټولنې مهمه اړتیا یاده کړه او ټینګار وشو، چې د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ یو ستر لامل هلته د کتابونو د لوستلو او مطالعې د فرهنګ عاموالیدی.په پای کې ګډونوالو په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د رواجولو لپاره دا ډول سیمینارونه مهم وبلل او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه وشوه چې دا لړۍ دې جاری وساتی.د یادونې وړ ده چې په هېوادکې د مطالعې فرهنګ د دودولو په موخه په ۱۳۴۴ لمریز کال کې عامه کتابتون جوړ شو، چې اوس د عامه کتابتونونو د ریاست اړوند په ټول هېواد کې ۹۵ عامه دولتی کتابتونونه موجود دی او همدارنګه ۲۸ عامه خصوصی کتابتونه هم فعال دی. باختر