د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ معیین : د عینکو د مسوکان د لرغونو او فرهنګی آثارو ساتنې ته لازم تدابیر نیول شوی
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیینیت مسئولین وایی ،چې د مس عینک د لرغونو او فرهنګی اثارو ساتنې ته لازم تدابیر نیول شوی دی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لری چې د لوګر په مس عینک کې د تاریخی او فرهنګی اثارو ساتنې لپاره له هر ډول امکاناتو استفاده وکړی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین مولوی عتیق الله عزیزی په خپل دفتر کې د چینایی (MCC) شرکت له رییس (Mr.Wumin) سره کتلی او د مس عینک پر ارزښت، ساتنې او ګډ کار کولو یې ورسره خبرې کړې دی. ښاغلی عزیزی ویلی، چې مس عینک په خپله غېږه کې پر قیمتی زېرمو سربېره د زرګونو کلونو وړاندې یو لرغونی تمدن او تاریخی ارزښت هم لری ؛ چې ساتنه یې یواځې د افغانانو دنده نه، بلکې د نړیوالو مکلفیت هم دی.د فرهنګ او هنر معیین چمتووالی وښود چې د لومړنیو هڅو په ترڅ کې یې د وزارت د لرغون پوهنې مسلکی ټیم ګومارلی او ساحې ته یې لېږلی چې د آثارو د ساتنې د څرنګوالی طرحه او خاکه چمتو کړی. مولوی عزیزی وویل: اړتیا ده چې د چین په ګډون د یو شمېر پرمختللو هیوادونو لرغون پېژندونکی او د موزیمونو کارپوهان افغانستان ته راشی او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مسلکی او فنی نظرونه او طرحې شریکې کړی.
په همدې حال کې د چین MCC شرکت مشر Mr.Wumin فرهنګی معیین ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او د مس عینک د فرهنګی اثارو ساتنه یې ګډ مکلفیت وګاڼه.
په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور هم د مس عینک پروژې په اړه د MJAM چینایی کمپنۍ له مرستیال (اوو مین)سره خبرې کړې دی.
ښاغلی دلاور ویلی چې یاده پروژه د هېواد له لویو پروژو څخه ده او د افغانستان د خلکو لویې هیلې ورپورې تړلې دی.دلاور زیاته کړې چې اسلامی امارت او افغانان د هېواد د اقتصادی پرمختګ په موخه غواړی چې د یادې پروژې د پیلېدو چارې ژر تر ژره پیل شی.
دا په داسې حال کې ده چې د مس عینک کان د را ایستلو چارې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، چې هلته د تاریخی اثارو د پیدا کېدو له کبله یې چارې ځنډنۍ او ورسته په ټپه ودرېدې.