د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پښتو ژبې د شاعر او لیکوال غازی سیال پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام !
په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې پېژندل شوی شاعر، لیکوال او ټولنیز شخصیت غازی سیال د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد غازی سیال د خپل ژوند ډېر کلونه د شعر ویلو او لیکوالۍ له لارې د خپل ولس په چوپړ کې تېر کړل، په خپلو ادبی پنځونو کې یې د ولسونو ستونزې، هیلې او غوښتنې انځورولې او له همدې امله یې خلکو شعرونه خوښول او ده ته یې د قدر په سترګه کتل. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ده مړینه یوه ضایعه ګڼی او د لوی خدای له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت، د ده کورنۍ او دوستانو او همدارنګه ټول شاعرانو او فرهنګیانو ته د جمیل صبر هیله کوی.