روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالی شورا ګډه اعلامیه

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالی شورا ګډه اعلامیه  په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو د هېواد د ځینو هنرمندانو ګیلې او شکایتونه خپاره کړی چې ګنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او همدارنګه د هنر عالی شورا له دوی سره مرسته او همکاری نه  کوی. دا ګیلې او شکایتونه په داسې وخت کې خپرېږی ،چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنر عالی شورا د لیندۍ ۱۷ مه د هنر جشن په کابل کې په خورا پرتمینو مراسمو سره ونمانځه او په همدغه ویاړ ( په تېرو سلوکلونو کې د هنر بهیر) ترنامه لاندې علمی – څېړنیز سیمینار هم جوړ شو. په دغه جشن او سیمینار کې د هنر د ټولو برخو په اړه علمی او تاریخی معلومات وړاندې شول، د هنر تاریخی بهیر وارزول شو، بریاوې او ستونزې په ګوته شوې او د هغوی د حل لپاره وړاندیزونه هم وشول.  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان ټولو هنرمندانو او په تېره بیا هغوی ته چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د هنر په چوپړ کې تېر کړی دی، ځانګړی درنښت لری، قدر یې کوی او د هغوی چوپړ خپل مسوولیت ګڼی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرمندانو د نوښتونو او خدمتونو د درنښت لپاره ګڼ پروګرامونه تر سره کړی او تر سره کوی یې. د بېلګې په توګه، تېر ۱۳۹۷ کال  د لومړی ځل لپاره وزارت له هغو هنرمندانو سره چې د زړښت پړاو ته داخل شوی دی، یو مېلیون افغانۍ مالی مرسته وکړه. همدارنګه د هېواد د هنر پر مخکښانو یومېلیون او دری سوه زره لومړۍ، دویمه او درېیمه درجه نغدې جایزې وېشل شوې. پر مالی ملاتړ سربېره، پر مخکښو او نوښتګرو  هنرمندانو تندیسونه او ستاینلیکونه هم وېشل شوی دی. وړمه ورځ د هنر په جشن کې د هنر د بېلابېلو څانګو مخکښانو ته هم تندیسونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.   شک نشته چې د افغانستان هنرمندان، چې په خورا سختو شرایطو کې یې زموږ ملی هنر ژوندى ساتلى دى، د لا ډېر ملاتړ او تقدیر وړ دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلو بودجه یی امکاناتو او په ټوله کې د هېواد اقتصادی او مالی حالت ته  په کتو، په دې برخه کې هېڅ راز هڅه او هاند نه سپموی. وزارت او دهنر عالی شورا د هنرمندانو د ملاتړ او تشویق لپاره د هر راز نوښت او عملی اقدام هرکلى او ملاتړ کوی.  د افغانستان د هنر ژوندی ساتل، د هغه وده او پرمختګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، هنر عالی شورا، هنرمندانو، نورو ګڼو دولتی جوړښتونو او ولسونو ګډ ملی مسوولیت دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات او د هنر عالی شورا په ښه توګه د دغه ملی مسوولیت د تر سره کولو لپاره له افغان هنرپال ولس سره خپله پیاوړې ژمنه نوې کوی.

درنښت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالی شورا

ممکن است شما دوست داشته باشید