روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د لرغونو سیمو د ارزونې لپاره بامیانو ته تللی

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخواه د لرغونو او تاریخی سیمو د ارزونې لپاره بامیانو ته سفر وکړ.نوموړی په دغه سفر کې د یاد ولایت له والی او امنیې قوماندان سره هم کتلی دی.د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوی سیف الرحمن محمدی سره په کتنه کې د فرهنګ، اطلاعاتو، لرغونو سیمو او د یاد ریاست د ملکیتونو په اړه خبرې وکړې.مولوی محمدی د بامیانو د فرهنګی وضعیت، د لرغونو آثارو د ساتنې، د بامیانو د زاړه بازار د رغولو، د گرځندوی حالت او د ګرځندوی د عوایدو د راټولو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ته مفصل معلومات وړاندې کړل.هغه خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې هم د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزیر سره شریکې کړې، چې د رهبرۍ له خوا یې د حل کولو ژمنه وشوه.د دغه سفر په ترڅ کې سرپرست وزیر  بند امیر او د دغه ولایت یو شمېر نورې لرغونې سیمې هم وکتې. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید