د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د تیاتر د مخکښ فیض محمد خیرزاده پر مړینې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ پیغام!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبری د فیض محمد خیرزاده پر مړینې ژوره خواشینی څرګندوی. فیض محمدخیرزاده ډایرکتر، د سینما کارکوونکى، ژباړونکى او په افغانستان کې د تیاتر د بدلون له مخکښانو څخه و.
خیرزاده خپلې لومړنۍ زده کړې دکابل په حبیبیې لېسې او لوړې زده کړې یې په فلسفه او تیاتر کې دامریکا په نیو جرسی او نیویارک کې بشپړې کړې او په ١٣٣٧ لمریز کال کې د مطبوعاتو په خپلواک ریاست کې مقرر شو او د هېواد د سینما او تیاتر په تاریخ کې یې نوې پاڼه پرانیسته .
دی ډېر ژر د تیاتر او سینما ځوانې څېرې او د موسیقۍ هنرمندان راټول کړل او په کابل کې یې د تیاتر هنری موسسه جوړه کړه او په هغې کې ګڼ شمېر ځوانانو فعالیت پیل کړ او شهرت ته ورسېدل او (مانند عقا ب) هنری فلم ددغې موسسې له محصولاتو څخه و چې ډایرکتر او دسناریو لیکوال یې ارواښاد خیرزاده و .
فیض محمد خیرزاده د خپل عمر په وروستیو څلورو لسیزو کې په امریکا کې اوسېده او د تېرې چهارشنبې په شپه د ٨۵ کلنۍ په عمر په حق ورسېد.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د هېواد د تیاتر او سینما د ودې اوبډاینې په لاره کې د خیرزاده کارونو او خدمتونوته دقدر په سترګه ګوری او د ده مړینه ستره هنری ضایعه بولی او دالله (ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او دده کورنۍ او د هېواد هنری ټولنې ته دجمیل صبر او جزیل اجر هیله کوی.