روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی همکارۍ سازمان او رابطه عالم اسلامی موسسې پر لوګر ترهګریز برېد ستر جنایت وباله

 د اسلامی همکارۍ سازمان یا اسلامی کانفرانس، مسلم ورلډ لیګ یا رابطه العالم الاسلامی او د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره په افغانستان کې د جمعې په ماښام خونړی ترهګریز برید وغانده.په دغه برید کې، چې حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچولې او طالبانو نه منلی او نه یې رد کړی دی، او د لوګر په مرکز پل عالم کې د روژه ماتی پر وخت وشو ۲۶ ملکی کسان شهیدان او څه کم سل کسان نور ټپیان شول.په سعودی عربستان کې مېشت د اسلامی علومو څېړونکی دوکتور سراج الحق محمد هاشم، چې په فیسبوک پاڼه یې د یادو سازمانونو اعلامیې خپرې کړی دی له تاند سره په تماس کې د هغوی د اقداماتو هرکلی وکړ.د اسلامی همکارۍ سازمان عمومی منشی دوکتور یوسف احمد العثیمین په خپله اعلامیه کې د لوګر د پېښې د قربانیانو کورنیو، د افغانستان اسلامی جمهوریت حکومت او ولس ته د خپلې رېښتونې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړی، او د ټپیانو لپاره یې د چټکې روغتیا دعا کړې ده.دوکتورعثیمین ټینګار کړی، چې سازمان د افغانستان اسلامی جمهوریت سره د تروریزم پر وړاندې جګړه کې ولاړ او مرستندوی دی او په ورته وخت کې یې بیا د سازمان په هغه اصولی او ثابت دریځ ټینګار کړی، چې پرته له دې چې د تروریزم اسباب او لاملونه په پام کې ونیول شی، د تروریزم هر ډول او شکل په کلکه مردود دی.دغه راز، د مسلم ورلډ لیګ یا رابطه العالم الاسلامی په اعلامیه کې چې د دغه لیګ د عمومی منشی او د مسلمانو عالمانو د اتحادیې رییس شیخ دوکتور محمد بن عبدالکریم آل عیسی له خوا خپره شوې، مسلم ورډ لیګ د دې وحشی تروریستی عمل په ترسره کېدو خپل ژور درد او خواشینی څرګند کړې.په اعلامیه کې راغلی ، چې د دغې پېښې عاملین له انسانیته بې برخې دی، دوی په ډېر وحشیانه ډول، په دې سپېڅلې میاشت کې، پرته له دې چې د دې میاشتې عظمت، فضیلت او احترام ته درناوی وکړی، د ټولو مذهبی، اخلاقی او انسانی ارزښتونو او نورمونو پرخلاف یې د بېګناه خلکو ټولی په نښه کړ.شیخ آل عیسی د نړیوال لیګ تر چتر لاندې د اسلامی نړۍ د عالمانو، مفکرانو او خلکو په استازیتوب، د افغانستان له حکومت او افغان ولس سره د تروریزم او جرمونو د ټولو ډولونو په وړاندې په ودرېدو، مبارزې او په هر داسې پیوستون ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې امن او ارامی تضمینوی.سعودی عربستان هم په افغانستان کې شوی وروستی ترورستی برید په سختو ټکوغندلی او د افغانستان حکومت او ولس سره یې پیوستون اعلام کړی دی.‌

ممکن است شما دوست داشته باشید