روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی نړۍ د علماوو ټولنه:اسلامی هېوادونه دې د افغانستان لاسنیوی وکړی

د اسلامی نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده.
دغو ټولنو په ګډه اعلامیه کې ویلی: اسلامی هېوادونه دې د افغانستان لاسنیوی وکړی.دوی زیاته کړې، افغانان په دې سختو شرایطو کې پراخو بشری مرستو ته اړتیا لری او د دغه هېواد اقتصادی وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږی، نو له همدې امله د اسلامی هېوادونو هر وګړی، سیاستوال او مرستندوی بنسټ ته په کار ده ،چې له افغانستان سره تر خپلې وسې مرسته وکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د اسلامی همکاریو د نړیوال سازمان غونډه هم ترسره شی او هلته به مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کوی.
دا غونډه به د روانې میلادی میاشتې په ۱۹ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې وشی، خو کوربه به یې سعودی عربستان وی.دا ناسته راغوښتل شوې هم د سعودی عربستان په وړاندیز ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید