روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی نظام ساتل صبر، همت او زغم غواړی

 سره له دې چې یو شمېر لویې نړیوالې مافیایی کړۍ شته، چې د مخدرو توکو له کاروبار څخه عواید تر لاسه کوی او په هېڅ صورت نه غواړی چې دغه مضر بوټی ختم یا کم شی،خو په مجموع کې مخدره توکو نن سبا نړۍ ته؛ جدی ګواښ پېښ کړی او د نړۍ ټول ملتونه او حکومتونه خپلو هېوادونو ته د دغه مضرو توکو له قاچاق څخه ډار او اندېښنه لری او له همدې امله په نړۍ واله کچه د مخدرو توکو د کښت، پېر او پلور او قاچاق د مخنیوی هڅې کېږی. نړۍ وال له نورو حکومتونو سره د اړیکو په لړ کې د ځان د خوندیتوب لپاره دوه مهم مسائل په پام کې نیسی: امنیتی مسائل او د مخدره توکو موضوع. په تېرو شلو کلونو کې د کابل تپلی رژیم له دغو دواړو اړخونو کمزوری او له ستونزو ډک و. نه د هېواد داخلی امنیت تامین و او نه د سیمې او ګاونډ هېوادونه زموږ هېواد کې د مېشتو بهرنیو اشغالګرو له دسیسو او توطئو څخه په امن وو، همداراز د مخدرو توکو په کښت او قاچاق کې ،خو افغانستان بیخی مخکښ و، خو سره له دې بیا هم د نړۍ مرستې ورته را روانې او ټولو په رسمیت پېژانده، ځکه چې د نړۍ د لویو قدرتونو ګټې په کې خوندی وې، چې څه یې زړه غوښتل هغه یې کولای شوای او هغوی خو خپله له امنیتی ګواښونو او د مخدرو توکو له قاچاق څخه محفوظ وو، خو اوسنی اسلامی نظام توانیدلی، چې هم د مخدره توکو د کښت او قاچاق مخه ونیسی او هم یې امنیت تأمین کړی. د هېواد په داخل کې له څلورو لسیزو جګړو وروسته داسې امنیت او کراری ده، چې هېچا ته خطر نشته، د هېچا ژوند، مال او حقوق تر ګواښ لاندې نه دی او هېڅوک د نا امنۍ او ډار احساس نه کوی. همداراز د افغانستان خاوره هم د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه استعمالېږی، حتی د نړۍ په کچه له افغانستان څخه هېچا ته خطر نشته، نو په دې توګه  اسلامی امارت د نړۍ دوه مهمې غوښتنې او اندېښنې (امنیت او د مخدرو توکو مخنیوی) حل کړې دی، خو دا چې بیا مو هم څوک په رسمیت نه پېژنی، دا نو هسې پلمې دی او څه څه نور وجوهات لری. په رسمیت پېژندنه په دوو برخو وېشلای شو، یو د نړۍ لوی قدرتونه دی، چې په تېره شل کلنه دوره کې نه د افغانستان له نا امنیو اغېزمن وو او نه یې د مخدرو توکو له قاچاق څخه خطر درلود، بلکې دلته یې په تېر شړیدلی رژیم کې ټولې ګټې خوندی وې، خو د نوی نظام له راتګ سره یې ټولې ګټې او هیلې په اوبو لاهو شوې او افغانستان یې له ګوتو ووت، نو دوی خو له همدې امله نه غواړی چې د افغانستان نوی نظام په رسمیت وپېژنی، بس هسې پلمې لټوی. دوی اصلاً زموږ خپلواکی او د اسلامی نظام حاکمیت نه شی زغملای او دوهم د سیمې او ګاونډ هېوادونه، اسلامی نړۍ او بې وزلی حکومتونه دی، له دوی څخه ځینې یې په تېره شل کلنه موده کې د افغانستان له خاورې له مستقیم خطر سره مخ وو، هم د مخدرو توکو د قاچاق له درکه او هم امنیتی ګواښونه ورته متوجه وو. اوس د افغانستان نوی نظام کې دغه دواړه ستونزې حل دی، هېچا ته هېڅ خطر نشته، خو دوی د نړۍ د لویو قدرتونو د جبر او زور له امله نه شی کولای ،چې زموږ نوی نظام په رسمیت وپېژنی، که نه دوی ته خو هېڅ خطر نه دی راجع، بلکې د تېر مفسد او شړیدلی نظام په نسبت، نوی نظام سره په هره برخه کې ښه کار او ملګرتیا کولای شی، نو خلاصه دا چې زموږ د نوی نظام په رسمیت پېژندنه ښایی لږ یا ډېر وخت ونیسی، خو په رسمیت نه پېژندل زموږ لپاره کوم جدی ګواښ او لوی تاوان نه دی، موږ چې د اسلامی نظام او خپلواکی تر لاسه کولو لپاره مبارزه پیل کړې، نو له هماغې لومړی ورځې مو هر ډول محرومیتونو، تکلیفونو او قربانیو زغملو ته سینه پراخه کړې. اوس چې استقلال مو تر لاسه کړ او امنیت راغی، خدای مهربان دی؛ اقتصادی ستونزې به مو هم حل شی. د اسلامی نظام د نافذولو لپاره مو چې څومره قربانۍ ورکړې دی، اوس یې باید د ساتلو لپاره هم له صبر، همت، زغم او حوصلې څخه کار واخلو. امنیت لوی نعمت دی، اوس موږ مثالی امنیت لرو او کولای شو ،چې له دغو ننګونو او تکالیفو څخه د فرصت په توګه کار واخلو، دغه مشکلات چې اوس ورسره مخ یو، باید دقیق یې وڅېړو او په داسې لارو چارو غور وکړو، چې په راتلونکی کې بل چا ته محتاج نه شو او ټول لومړنی توکی په خپل هېواد کې دننه تر لاسه کړو. افغانستان پراخه او حاصل خېزه مځکه لری، موږ کولای شو، چې حتی نورو هېوادونو ته اوړه، غوړی او نورې غلې دانې صادرې کړو. همدا زموږ لومړنی توکی دی، کله چې دغه مواد په کور دننه تر لاسه کړو، بیا نو بهرنی بندیزونه پر موږ ډېر تاثیر نه شی کولی. البته داسې هم نه ده، چې موږ به نو د اسلامی نظام له امله تل له همداسې بندیزونو سره مخ یو او هېڅوک به مو په رسمیت نه پېژنی، بلکې داسې ښکاری ،چې نړیوال قدرتونه به یو څه زور او فشار راوړی ،چې د دوی څه نا څه غوښتنې ورسره ومنو او دوی ته د خټو یوه پوزه جوړه شی، خو که موږ همداسې پر خپله خبره ټینګ پاتې شو، نو ان شاء الله د رسمیت پېژندنې بهیر به هم داسې ژر بشپړ شی، لکه د ولایاتو سقوط…! ځکه چې لوی قدرتونه نه غواړی چې زموږ په رسمیت پېژندنه کې بیړه وکړی، خو که دوی پیل وکړ، نو واړه او کمزوری هېوادونه (ټوله اسلامی نړۍ!) به ډېر ژر زموږ نظام په رسمیت وپېژنی، ځکه چې د دوی خو هسې هم ګټه په همدې کې ده چې له نوی نظام سره اړیکې جوړې کړی او خپل تجارت او اقتصادی اړیکې ورغوی، خو یواځې د لویو قدرتونو اجازې ته منتظر دی.

سلیمان سعید ((غلجی))

ممکن است شما دوست داشته باشید