روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی امارت مسوولینو تل د خپل امیر حکم ته لبیک ویلی

سلیمان سعید ((غلجی))

د اسلام سپېڅلی دین په ارشاداتو کې د امیر د اطاعت په هکله ډېر ټینګار شوی، بلکې د امیر اطاعت فرض او په نصوصو ثابت دی. لکه څرنګه چې د امیر اطاعت لوی اجر او ثواب لری او د کامیابۍ راز بلل کېږی، بالعکس د امیر له حکم څخه سرغړونه او بې اطاعتی لوی جرم، کبیره ګناه او د ټول ولس، ټولنې او امت د زوال پیلامه ده.

البته دلته باید دا خبره واضح شی، چې اطاعت د هغه چا فرض دی، چې امارت یې په شریعت برابر او صحیح وی. د تېر ګوډاګی رژیم پر مهال به یو شمېر تش په نامه علماوو، د څو ډالرو په بدل کې د اسلام احکام تحریفول، سیکولر او دیموکرات نظام ته به یې اسلامی صبغه ورکوله او د صلیبیانو یرغل ته به یې دلایل تراشل، نو دغو بدبختو دجالانو به د عوامو خلکو ذهنونه مغشوشول، د امیر د اطاعت په هکله به یې آیتونه او حدیثونه بیانول او بیا به یې خلک د تېر مفسد رژیم د واکمنو اطاعت ته وربلل، نو اطاعت د هغه چا واجب دی چې امارت یې ثابت او په شریعت برابر وی.

په هر صورت؛ اوس چې الحمدلله، صلیبیانو ماته وخوړه، تحمیل کړی رژیم یې نسکور شو او بیرته واک د مسلمانانو او علماء کرامو لاس ته ورغی، اوس نو د همدغه اسلامی نظام د حاکمانو اطاعت پر ټول حکومت او رعیت واجب او لازم دی. داسې چې په اطاعت یې د ثواب او (خدای مه کړه) په بې اطاعتی یې د سخت عذاب وړ ګرځو.

دا چې د افغانستان اسلامی امارت له صلیبی یرغل راوروسته؛ پوره دوه لسیزې د کفری نړۍ خلاف مبارزه وکړه او دا دی د الله تعالی په فضل د کامیابۍ تر بریده ورسید، دا په معاصر تاریخ کې د مسلمانانو یوه لویه فتح ده. کفارو د اسلامی امارت خلاف هر ډول حربې وکارولې، خو لله الحمد اسلامی امارت د دوی له ټولو پلانونو، دسیسو او خنډونو بریالی راووت. صلیبیانو پوره پوره کوشش وکړ، چې اسلامی امارت هم د تېرو جهادی تنظیمونو په څېر په څو ډلو وویشی او ځواک یې ختم کړی، خو د مشرانو او مجاهدینو اخلاص، همغږی او اخوت د صلیبیانو ټولې دسیسې په خړو اوبو لاهو کړې.

تاریخونه ګواه دی، لکه څرنګه چې الله تعالی له مسلمانانو سره همېشه د نصرت وعده کړې، همدغه شان په هره زمانه کې مسلمانان پر کفارو بریالی شوی، خو د بریا لپاره د امیر اطاعت، اخلاص، خپل منځی اخوت، زهد او تقوی شرط دی. هر کله چې د مسلمانانو په ډله کې ځان غوښتونکی، مفسد او نافرمانه اشخاص پیدا شوی، مسلمانانو ماته خوړلې او زور یې له منځه تللی.

د یوې ډلې او ملت د بریا لپاره اطاعت، اخلاص او اتفاق شرط دی، دا چې تر اوسه د اسلامی امارت مسوولینو تل د خپل امیر حکم ته لبیک ویلی، همدغه زموږ د بریا راز دی.دا دی وینو، د امیر المؤمنین په فرمان په لسګونو والیان، وزیران، قوماندانان او رییسان ټاکل کېږی، معزول کېږی او تبدیلېږی، خو الحمدلله تر اوسه هېچا د (نه یې منم!) اواز نه دی اوچت کړی. د اسلامی امارت مسوولین د امیر هر امر ته لبیک او سمعنا واطعنا وایی، دا ځکه چې دوی خپله دنده مسوولیت ګڼی، نه منصب!

د تېر رژیم پر مهال به د دوی په اصطلاح (ولسمشر!) یو والی او قوماندان نه شوای بدلولای، له هر یوه سره به یې د تبدیلی لپاره په میاشتو او کلونو مذاکرات کول، کله به یې نوی والی او رییس دفتر ته نه پرېښودل کېده او کله به یې ولسمشر ته چلینجونه او اخطارونه ورکول، نو پایله مو ولیده چې د خپلو بادارانو له شتون پرته یې هېڅ دوام ونه کړ، بلکې له هغوی مخکې لا دوی تیت و پرک وتښتېدل او د تېر تاریخ برخه شول.

نو د دې لپاره چې تل مو بریا په برخه او اسلامی امارت همدغسې کامیاب پر مخ ولاړ شی، هېواد مو آباد او د شهیدانو هیلې مو تر سره شی، باید چې د امیر هر حکم ته همدغه شان تل (لبیک!) ووایو او له ځان غوښتنې، بې اطاعتی، بد نېتی او نفاق څخه په کلکه ځان وساتو.

ممکن است شما دوست داشته باشید