روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی امارت د  مشرتابه او کابینې د پام وړ !!

محسن سعود

له نېکه مرغه له نږدې لسو میاشتو راهیسې اسلامی امارت د هېواد پر بشپړه جغرافیه او د نظام پر ټولو ادارو واکمن او په دې جغرافیه او ادارو پورې تړلې ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې یې چې ځینې له پیله او ځینې نورې یې د وخت په را رسېدو، د امکاناتو په برابرېدو او چانس موندنې سره روانې شوې؛ تر اوسه یې په فعاله توگه روانې ساتلې او په دې ډول اوس اسلامی امارت د افغانستان یو فعال او سیال اسلامی نظام دی، که څه هم په رسمیت پېژندنه یې نړیوالو د خپلو موخو، لاسوهنو او د هغو د چانس ترلاسه کولو لپاره د سوژې په توگه لاینحل معما گرځولې. دا چې یو سیال نظام د خپل هېواد او ولس په استازولۍ بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ لری او په خپل جوړښت کې وزارتونه، ریاستونه او بېلابېلې ادارې یې هم بیا د خپل فعالیت په محوطه کې خپلې  ځانگړې پالیسۍ لری؛ د افغانستان-افغان ولس-جغرافیایی موقعیت، په اسلامی نړۍ کې حیثیت، لرغونی تاریخ، اسلامی او افغانی کلتور، دلته عقیدوی صلابت او په دې لاره کې ورکړو قربانیو ته په پام د اسلامی امارت، وزارتونه، ریاستونه او ادارې  هم له مخکینی رژیم او له نږدې او لرې جمهوری نظامونو سره په لوړ او څرگند توپیر وخت پر وخت خپلې پالیسۍ جوړوی چې له مخې به یې هېواد، ولس او نظام خپل اصالت او د متمدن اسلام تاریخ ته ور وگرځی ان شاءالله.

اوس د وخت او زمان له شرایطو سره سم  هر هېواد له نورو د پرمختگ په هڅه کې دی چې په دې لاره کې ورته د ځنډ او خنډ منځته راتلو او یا هم هسې خپل ځواک او پرمختگ  د څرګند ولو لپاره پر کمزورو او په ځانگړې  توګه اسلامی هېوادونو ډول ډول بندیزونه او فشارونه لګوی او آن یرغلونه پرې ور وړی، ډېر ځله یې زموږ گران هېواد افغانستان هم ښکار شوی او یواځې  یرغلگر د نظام او اړوندو ادارو په پالیسیو کې نیمگړتیاوې او ناسمۍ انعکاسوی او په گوته کوی، د افغان مظلوم او مجاهد ولس پر استازولۍ اسلامی امارت هڅه کوی د خپلو یادو پالیسیو پر مټ هېواد، ولس او نظام له وروسته پاتې والی او کمزورۍ څخه د تمدن لور ته رهی کړی ترڅو نور د غرب د یادو بندیزونو، فشارونو او یرغلونو له دام دانې لری د خپل پرمختگ لارې چارې تعقیب کړی. د هېواد، ولس او نظام د اړوندو چارو حیاتی ارزښت، حجم او گڼو اړخونو ته په کتو نظام د وزارتونو، ریاستونو او ادارو پربستونو  وېشل کېږی، هماغسې د حیاتی رول څښتن اشخاص یې په رهبرۍ گمارل کېږی ترڅو د مخکې له مخکې جوړو شویو پالیسیو له مخې او تر منځ د همغږۍ او همپالنې پر مټ مربوطې چارې له خپلو ټولو اړخونو او وخت په وخت پېښېدونکو اړتیاوو سره په منظم ډول او په وخت ترسره کړی او بیا په نظام کې له دغو تشکیلونو یې هریو پر خپل ځای حیاتی رول لری.

هو ! په نظام کې د وزارتونو، ریاستونو او اداری بستونو حیاتی رول د چارو د حیاتی ارزښت او حجم او د حیاتی رول څښتنې رهبرۍ پر بنسټ، پرته له دې چې ځانگړی وخت او ځای یې په پام کې ونیول شی، په ځانگړی ډول په داسې شرائطو کې چې اسلامی امارت ور څخه تېرېږی په کې د ټولو وزارتونو، ریاستونو او ادارو د ۲۴ ساعته نه ستړی کېدونکو هڅو او فعالیتونو اړتیا ده او دا ځکه چې بشپړ نظام له خپلو ټولو تشکیلاتو سره د غرب د سړې جگړې د ټولو ډولونو په وړاندې د مقاومت په حال کې دی، که دښمن د کوم وزارت، ریاست او ادارې د پالیسیو او یا فعالیت کچه کمزورې وانگېری؛ هماغه مو د کمزورۍ نقطه گڼی او له همغې لارې راسره را تاوېږی، په ځانگړې توګه  فکری، فرهنگی او تبلیغاتی پالیسۍ او فعالیتونه چې بشپړ نظام، اړوندو ټولو تشکیلاتو او دچارو چارواکو پوری تړاو لری او ورکې بشپړ جدیت او ورته د پوره پاملرنې تر بسې اړتیا ده. خواشینوونکی او انکار نه منونکی تریخ حقیقت دا دی چې غرب پر تبلیغاتو د گرمې جگړې ملتیا هم کړې، اوس د سړې جگړې له هر ډول سره یې هم آخوا دېخوا کوی او تر دې بده لا دا چې زموږ د فرهنگی او تبلیغاتی پالیسیو او فعالیتونو د کمرنگۍ او ورته د نه پاملرنې له امله د یوې تر ټولو حساسې نقطې په ډول غرب زموږ همدا کمزورۍ درک کړې.

که اقتصاد یوه حیاتی اړتیا ده؛ د مالیې وزارت او وزیر ترڅنگ د رئیس الوزراء یو(اقتصادی)مرستیال، اقتصادی کمېسیون او بلا نورې هلې ځلې هم ورته په کار اچول شویاو په دې ډول ډېرو نورو وزارتونو، ریاستونو او ادارو ته پوره پاملرنه کېږی، خو د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت چې بشپړه فکری، فرهنگی او تبلیغاتی جگړه پر غاړه لری او د ټول نظام او وزارتونو، ریاستونو او ادارو چارې او پالیسۍ، پرمختگونه او لاسته راوړنې او د تبلیغاتی ننگونو په وړاندې مقاومت هم د همدې وزارت پر همغږۍ او د دوی لخوا تبلیغ، انعکاس، رسنیز او ترسره کېږی او له دې پرته هرڅه د مخالفو تبلیغاتو پر اثر پېکه کېږی او په ټوله کې په نظام کې د یاد وزارت ونډه له اقتصاده کمه نه ده او په نوره نړۍ کې ورته له اقتصاده هم غوښنه برخه او توجه  کېږی، بیاهم څومره چې پکار ده پاملرنه ورته نه کېږی او له امله یې یاد وزارت تر ډېره د عامه اړیکو د یو دفتر حیثیت خپل کړی، اړوندې چارې یې د تېر مهال د فرهنگی کمېسیون په پرتله نږدې په ټپه ولاړې او د نه پاملرنې له وجې یې صلاحیتونه هم محدود ښکاری. څو ورځې وړاندې د چارو ادارې د اړیکو یوه شمېره اعلان کړه ترڅو پرې له چارواکو څخه د خلکو شکایتونه ترلاسه او مشرتابه ته ورسوی، له دې وړاندې هم د کره اطلاعاتو د نشتوالی له امله مشرتابه او بېلابېل چارواکی له وخته مخکې او وروسته پرېکړو او پالیسیو جوړولو ته اړ شوی او له بده مرغه اوس ځینې د عمل پالیسۍ یواځې په دفترونو او څرگندونو کې ترسترگو شی او بس او همدارنگه د ټولو اطلاعاتو د  په واک کې نه لرلو او هم ورته د لاس رسی نه درلودو له امله گډوډۍ رامنځته او فعالیتونه تر بسې ټکنی دی.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت دنده لری چې په کور او نظام دننه او بهر هر ډول او د هرڅه اړوند په وخت او له باوری سرچینو د خپلو گمارلو همکارانو له لارې خپله کره خبر ترلاسه او بیا یې له ارزونې وروسته یا د اسلامی امارت او خپلو فرهنگی پالیسیو له مخې رسنیز کړی او یا یې هم یواځې تر اړوندې مرجع پوری ورسوی ترڅو یې د دښمن لاس ته د لوېدو، د گډوډۍ لامل دجوړېدو او پکې له دښمن سره په غیر شعوری ډول د خواخوږو د ملتیا مخه نیول شوې او یواځې یادې مرجع ته یې پر وخت خبر ور کړل شوی وی. د لیکو گډوډۍ، دلته خپلوۍ او انډېوال پالنه، له کشرانو-معلولینو-د شهیدانو له کورنیو او یتیمانو سره د ډلگۍ مشرانو پرېکون، د کشرانو زړه تورۍ او مایوسۍ، د دولتی خلکو د  نفلی او زیاتو حجونو او ودونو دود او…نادودې له همدې جملې څخه وې چې وروسته یې په وړاندې د اسلامی امارت، مشرتابه او نورو مشرانو نیولی دریځ کمرنگه او بې اغېزې وی، بېلگه یې د حاجیانو د پوهاوی په نامه د هغوی شمېر ته په کتو د۲۷۰تنو حج یادولای شو چې لگښت به یې هم اړوند وزارت پر غاړه لری او ډېر به یې نفلی حج کوی چې د رښتونی عدل پر غوښتنه د دوی پر ځای باید د شهیدانو او قربانیو څښتنان(که څه هم مېرمنې وی)، بېوزله پخوانی مجاهدین(په ځانگړې توګه مشرانو او ډلگۍ مشرانو خفه او مایوسه کړی)، د مسجدونو بېوزله خطیبان او بانفوذه عام دینی عالمان باید لېږل شوی وای. فکر کوم په یو فرمان کې چارواکی په مطلق ډول سږ کال له حج څخه منع شوی، خو بیا هم په حاجیانو کې ځینې والیان او نور لیدل کېږی. خپله دغه(ممکنه)بې عدالتی هم د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د صلاحیتونو د محدودیت او یاهم د خپلې دندې د نه ترسره کولو زېږنده او هم یې بېلګه گڼلای شو چې په وخت یې اطلاع رسانی نه ده شوې، ښایی د منفی تبلیغاتو لاسوند هم شی او هغه مصلحتونه چې مشرتابه یې د منعې د فرمان له لارې په لټه کې و؛ هم له منځه لاړل.

ستره ستونزه دا هم ده چې د هېواد، ولس او نظام د ځینو پرمختگونو او لاسته راوړنو اړوند اطلاعات د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له همغږۍ پرته وزارتونه او ادارې خپله له وخته مخکی او وروسته، د شرائطو او فرهنگی-رسنیزو پالیسیو په پام کې نه نیولو او بې کیفیته د بې مسلکه کسانو لخوا ور کول کېږی چې بیا وروسته هیڅ ډول انعکاس هم نه اخلی، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت بیا چې هر لامل وی؛ خو ټولو اطلاعاتو پسې رسیدگی نشی کولای یا یې هم نکوی، نو د اسلامی امارت درانه مشرتابه او کابینې څخه دې او دې ته ورته ټکو ته پاملرنه غواړو، په نظام کې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت  رول، پولې، په تېر او اوس کې یې اړتیا او د اړتیا د کچې توپیر یې، د فرهنگی کمېسیون په شکل ترسره کېدو نغدې-ملموسې-محسوسې لاسته راوړنې، پر بریایې د پردیو بغاریز اعترافونه او په نړۍ کې فرهنگی او تبلیغاتی فعالیتونو ته بشپړه پاملرنه ټولو ته ښه مالوم دی، پکار ده  چې دغه وزارت هم د مشرتابه او کابینې په جریان کې اچولو سره د خپلو فعالیتونو د انسجام او په ځان کې د غښتلتیا یوه طرحه جوړه کړی چې له مخې یې د ټولو وزارتونو، ریاستونو او ادارو ویاندان او رسنیز فعالان د پخوا په څېر پر ځان راټول او د خپلې پالیسۍ په دننه کې بشپړ مسلکی پوهاوی ور کړی، له لیرې ځینې نور علاقه مندان هم جلب کړی ترڅو هرځای د پېښو په اړوند اطلاعاتو ته له خپله آدرسه کره او په وخت لاسرسی وشی، د خبر نوعیت او اهمیت ته په کتو هغسې او هغومره پر تول له بېلابېلو لارو(خواله رسنیو، پخوانیو سایتونو او سټوډیوگانو بېرته فعالولو، د دریو پښتو مجلو چاپ بیا پیلولو، د ورځپاڼو فعالیت لاپسې غنی کولو…)او په بېلابېلو شکلونو(وړو او لویو لیکنو-تبصرو-تحلیلونو-تأثراتو، رادیوگانو، تلوېزیونونو، گردی میزونو…)انعکاس شی او بیا پر یاد ټول فرهنگی پرسونل وخت په وخت پاملرنه هم وشی چې مجاهد صاحب یې په تېر پسې اوس بیا هم په ښه توگه ترسره کولای شی.