روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د استرالیایی ترهګر په وړاندې د افغان مقابله په نړیواله کچه وځلېده

په نیوزیلنډ کې د جمعې په ورځ د استرالیایی سپین پوستی ترهګر،‌ برېنټون ترنت، پر وړاندې د افغان سړی مقابلې د نړیوالو رسنیو مهم خبر جوړ و.عبدالعزیز وهاب زاده ۴ ماشومان لری او له دوو کلونو راهیسې په نیوزیلنډ کې ژوند کوی، چې د سی اېن اېن په شمول د نړۍ لسګونو رسنیو د هغه پر اتلوالۍ لیکلنې کړې دی.

په راپور کې، چې سی اېن اېن خپور کړى ، ښاغلی وهاب زاده وایی: (( هغه له خپلو ماشومانو سره د کرایسټ چرچ ښار په لین ووډ جومات کې لمونځ کاوه چې ډزې پیل شوې.))

نوموړی وایی: څنګه یې چې ډزې واورېدې له جومات څخه ووت، یو کرېډېټ کارډ لوستونکی ماشین (ترمینل) په لاس ورغى  او د دې لپاره چې د ترهګر  پام له نورو خلکو څخه خپلې خواته ور واړوی هغه په بریدګر ماشین ورخوشى کړ.‌

وهاب زاده وایی: (( ما غوښتل چې هغه ووېروم چې جومات ته دننه نه شی،‌ خو له بده مرغه، چې بریدګر جومات ته ورننوت))  عزیز وایی، چې ماشین په بریدګر ولګېد او د موټرو د پارکېنګ خواته یې منډه کړه او په ده یې ډزې پیل کړې. په دغه وخت کې له بریدګر څخه ټوپک ولوېد او په بل ټوپک یې ډزې پیل کړې ، خو ده ترې د موټرو او د کټارې تر منځ ځان وساته.‌

سی اېن اېن د عبدالعزیز وهاب زاده له قوله وویل: (( بریدګر په دې فکر چې له خپل موټر څخه بل ټوپک راوړی، لاړ  او ده په پرېوتی توپک خېز وکړ او ورپورته یې کړ، خو چې ویې لیدل ټوپک تش و.))

نوموړى وایی ،چې کله هغه زه ولیدم چې ټوپک مې ترلاسه کړی په خپل موټر کې کېناست، ما ټوپک د هغه د موټر په لور د غشی په څېر ورخوشې کړ او زه فکر کوم، چې هغه پرې ولګېد ، نو یې موټر روان کړ او لاړ.))

هغه جومات چې دغه افغان اتل په کې د ترهګر پر وړاندې مقابله کړې، دویم جومات و ،چې ۸ کسان په کې شهیدان شول، تر دې څو دقیقې مخکې یاد سپین پوستی ترهګر د النور په نامه جومات کې ۴۲ کسان شهیدان کړی وو.

د لین ووډ جومات امام لطیف الابی د استرالیا راډېو ته ویلی، چې که د عبدالعزیز وهاب زاده مېړانه نه وای، ښایی چې بریدګر په دغه جومات کې هم تر دې ډېر کسان وژلی وای.

وهاب زاده ویلی ، چې ۲۷ کاله یې په استرالیا کې د کډوالۍ ژوند کړى او دوه کاله مخکې له دې امله چې په استرالیا کې نژاد پالنه ډېره شوې نیوزیلنډ ته تللى  او دهلته ژوند کوی. یو شمېر پاکستانی اخبارونو هم د عبدالعزیز وهاب زاده په هکله راپورونه خپاره کړی، خو د افغان او افغانستان ذکر یې په کې نه دى کړى.‌

ممکن است شما دوست داشته باشید