روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د استاد کمال الدین بهزاد هروی انستیتیوت د فعالیت پر پیاوړتیا ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقانی د استاد کمال الدین بهزاد هروی انستیتیوت له مسئول سره په کتنه کې د هنری کارونو پر پیاوړتیا او د زده کوونکو پر هڅونې ټینګار وکړ.د استاد کمال الدین بهزاد هروی د انستیتیوت آمر نیک محمد مستمند غوری وایی، چې دغه انستیتیوت د خطاطۍ، سرامیک او رسامۍ  په برخو کې د ځوانانو د هنری  ودې او پیاوړتیا په لاره کې فعالیت کوی.هغه دغه راز له دغه فرهنګی انستیتیوت سره د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست  د همکاری غوښتنه وکړه.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د استاد کمال الدین بهزاد هروی انستیتیوت د هېواد د هنری زده کړو د مرکز په توګه وباله  او د دغه انستیتیوت  د ودې او پیاوړتیا لپاره یې د بېلابېلو حکومتی ادارو د هلوځلو غوښتنه وکړه.مولانا حقانی وویل، چې د افغانستان اسلامی امارت په تېره بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ولایتونو کې د هغه ریاستونه د ټولو هغو هنرونو ملاتړ کوی چې د ملی او اسلامی فرهنګ له مخې وی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید